صفحه اصلی | anis | مقالات | دکابل د پروسي دسولي وړانديزونه مخالفينو ته يو طلايي فرصت دي

دکابل د پروسي دسولي وړانديزونه مخالفينو ته يو طلايي فرصت دي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د روان 2018 کال د فبروري پر ۲۸ مه دافغانستان پلازمينه دکابل دسولي ددوهم نړيوال کنفرانس کوربه توب وکړ په دي کنفرانس کي چي د25 هيوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په کي ګدون کړي و چي دافغانستان داسلامي دولت سولييز دريځ يي لا پياوړي او روښانه کړو.

دکابل دسولي پروسي ددوهم نړيوال کنفرانس اصلي هدف او آجندا په افغانستان کي دسولي او ثبات دتامين ترڅنګ دتروريزم او ترهګري سره دمبارزي آجندا هم شامله وه او دافغانستان مخالفينو ته يي دسولي دراوستو لپاره وړانديزونه او نوي طرحي وړاندي کړي او په هغوي يي غږ وکړو چي دافغانستان خلک دجنګ څخه ستړي شوي او دسولي ليواله او علاقه مندي دي.په دي تاريخي غونده کي دهيواد جمهور رئيس او اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله دواړو د نړي دهيوادونو استازو ته هرکلي ووايه او وروسته يي خپلي ويناوي واورولي دهيواد جمهور رئيس محمد اشرف غني دوينا تاريخي ارزښت په دي کي و چي دسولي لپاره يي طالبانو ته نوي طرح وړاندي او دهغوي په وړاندي يي ډير نرم دريځ غوره کړو غوښتنه يي وکړه چي ددي انساني او اسلامي غږ سره يو ځاي شي او دموجوده او شتو فرصتونو نه ګټه پورته او دسولي دپروسي سره يو ځاي شي.

دهيواد جمهور رئيس په کنفرانس کي دنړي هيوادونو داستازو ددوستي، پيوستون او ګډون څخه مننه او قدرداني وکړه او ويي وييل: طالبانو ته مو دسولي په اړوند داسي وړانديزونه او پيشنهادونه کړي چي دهيواد لوړي ګټي په کي خوندي او مصونه دي او ترڅنګ يي دسياسي ګوند په توګه دهغوي پيژندل دباور جوړول او سراسري ټاکني، په اساسي قانون بيا کتنه، عدالت او دشکايتونو اوريدل دقوانينو پلي کول او تطبيق، دبنديانو خوشي کول، دتحريمونو له تور لسته يي ايستل دهغوي داتباعو دامنيت ټينګښت او پراختيا په کي شامل دي.

هغه زياته کړه: نړيواله ټولنه هم ګډ ګواښونه، ګټي او فرصتونه لري او دا تهديدونه او ګواښونه ورځ تربلي زياتيږي چي داسي غونډو ته په کي ځانګړي اړتيال ليدل کيږي ترڅو مخالفين پوه شي چي دسولي وړانديزونو ته چي دافغانستان دخلکو اساسي هيله او غوښتنه ده لبيک ووايي هغه دا هم وويل: افغانستان يو وخت په خپل پخواني او لرغوني تاريخ کي سوله او آرامي درلوده لوي تمدن او د ملت کيدني لپاره يي هم ډيري قرباني ورکړي دي.

په دي نړيواله غونډه کي جمهور رئيس دي ټکي ته په اشاري سره څرګنده کړه چي ځيني په دي باور و چي افغانستان نور منزوي او ګوښه شويدي په وچه کي ايسار هيواد دي او تر ابده به نوروته احتياج وي خو سيميزو پراختيايي او زيربنايي پروژو دافغانستان موقعيت په يو طلايي فرصت بدل کړ.باور دي که طالبان او دجګړي ښکيلي خواوي دافغانستان داسلامي دولت په تيره بيا دهيواد دجمهور رئيس محمد اشرف غني دسولي په پيشنهادونو باندي فکر وکړي او دشتو طلايي فرصتونو څخه ګټه واخلي.

نو نه يوازي جنګ به بند شي بلکي ديوي سراسري او هميشني سولي او ثبات لپاره به تاريخي ګام پورته شوي وي  بهرنيانو ته به هم دپاتي کيدو پلمه پاتي نه شي چي په افغانستان کي خپل حضور ته نور دوام ورکړي.¡

ناصر شاه سرحدی

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha