صفحه اصلی | anis | مقالات | دسوله ييزو هڅو په وړاندي د ملاتړ زياتوالي

دسوله ييزو هڅو په وړاندي د ملاتړ زياتوالي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دسولي هڅي او دهغي په وړاندي غبرګونونه را په ګوته کوي چې اوس مهال نړيواله اجماع دي ته ليواله ده چې دسولي له پاره ګډي هڅي پيل شي او هغه خڼډونه چې شتون لري هوار او دسوله ييزو خبرو اترو بهير پيل شي همداوجه ده چې د امريکا دمتحده ايالات جمهور ريس دونالد ټرامپ يوځل بيا دمخالفو وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې د افغان حکومت سره دسولي دتامين په خاطر خبري اتري پيل شي څو دغه اوږد مهاله جګړه پاي ته ورسيږي دغه راز تمه ده چې طالبان به د ولسمشر محمد اشرف غني په سوله ييزو وړاندوينو ژور فکر وکړي او خپل دريځ چې تردي دمه يې نه دي را برسيره کړي راڅرګند کړي.

غوره به وي چې دطالبانو ملاتړي هېوادونه هم د افغانانو دسوله ييزو هڅو په وړاندي د دقيقي ارزوني وروسته مټي را ونغاړی او په سيمه کې درواني جګړي دپاي ته رسيدو په کار کې مرستي ته را ودانګي. ځکه سوله په تشو خبرو اترونه شي رامنځ ته کيداي غوره ده چې په عملي لارو چارو خبري اتري ترسره شي او ددوه مخي سياست څخه لاس واخستل شي.

موږ باوري يوچې زموږ دښه نيت څخه څوک بده ګټه پورته نه کړي موږد افغانانو دمرګ  ژوبلي دپاي ته رسيدوله پاره پرته له کوم شرط څخه دسولي د رامنځ ته کيدوله له پاره بي مثاله وړانديزونه وړاندي کړل هيله مو داده چې د وړاندي شويو پيشنهادونو په غبرګون کې دتير په څير د جګړي دپراختيا او سختوالي لاری چاري ونه سنجول شي او په هغو لارو دسره غوروشي چې دجګړي پاي ته رسيدل پکښي نغښتي وي مناسبه به وي چې طالبان ديوه بين الافغاني خبرو اترو له پاره تياري ونيسي ځکه هغه سخته او ستونزمنه غوټه چې پخپله افغانان را پرانستي شي نور څوک يې نه شي را پرانستلی له همدي کبله ټينګار پردي دي چې افغانان په خپلو کې سره کښيني او په مختلفو غوښتنو غور وکړي. ډيري هېوادوال دطالبانو په روانو جګړييزو هڅو خواشيني ښکاري ځکه هرکله چې دملي يووالي دحکومت سوله ييزي هڅي پيل شوی دی ورسره جوخت مخالفو وسله والو  طالبانو په خونړيو پيښو لاس پوري کړي او زموږ يوشمير بي ګناه هېوادوال يې دغم اوويرپه ټغر کښينولي دی دا ډول غبرګونونه اوهڅي دطالبانو په وړاندي کرکه لاپسي زياتوي او دي ته يې رابولې چې دهرترهګريز بريد په وړاندي خپلي ليکي پياوړي او دمقاومت لمن پراخه کړي همدا اوس دهېواد ټول اوسيدونکي دولسمشر دسوله ييزو وړانديزونو دملاتړ ترڅنګ ليواله دي چې دجګړه مارو په وړاندي دملي وسله وال پوځ ليکي پياوړي او دهر ډول تيري په وړاندي ځواب ورکوونکي واوسي.

ښه به وي چې پاکستاني لوري دکابل دپروسي وروستي وړاندويني چې لږه موده وروسته يې دملاتړ او پياوړتيا له پاره په تاشکند کې بله غونډه جوړيږي ښه فکر وکړي ځکه دسيمي هېوادونه چې د رواني جګړی دپراختيا څخه انديښنه لري تياري نيسي چې هغه لاري را پيدا کړي چې روانه جګړه بنده اودترهګرو دملاتړو هېوادونو سره په اړيکو کې له سره غور وکړي نوله دي امله ويلي شو چې نړيواله اجماع ورځ تربلي پراختيا مومي او دترهګرييزو جګړييزو فعاليتونو دجرړو په لټون سره به يې دراټوکيدو ځاي ذګي په ګوته او ديوه نړيوال غبرګون سره به مخامخ شي اوس چې دخبرو اترو له پاره مناسبه
 او خلاصه غيږ رامنځ ته شوي بايد پاکستان دخپلو لاس وهونکو هڅو پرځاي داسي لارولټوي چې دترهګرو دفعاليت او اوسيدو ځاي ذګي پکښي نه وي دا ډول کړني او هڅي د دواړو ګاونډيو هېواد په ګټه دي او دسيمي له پاره دهميشني او تل پاتي سولي زيري ورکوي نوله دي کبله وړاندوينه پردي ده چې هره غوښتنه
 او وړاندوينه دخبرو اترو په ميز حل او فصل نه شي نه دترهګرييزو فعاليتونو په دوام زموږ دولت دهر ګاونډي هېواد سره دښو او متقابلو ګټو دخونديتوب غوښتنونکی دی هيله مو داده چې زموږ په کورنيو چارو کې څوک لاس ونه وکړی او داسی هلی ځلی ونه کړی چې په زور او يا دناوړه فرمايشونو له لاري موخي ته ورسيږي.

ځکه اوس دتيرپه څير دولتي مسؤلين ديوه نوي خوځښت له مخي هيچاته ددي اجازه نه ورکوي چې د دوه مخي سياست څخه په کار اخيستني دنړيوالو
 او ګاونډيانو په سترګو کې خاوري وشندي او دخپلو ناوړه موخو له پاره جګړه اوږد مهاله او لاس ته راوړني پکښي ترلاسه کړي همدا اوس په نړيواله کچه دملي يووالي دحکومت د دريځ څخه په پراخه پيمانه ملاتړ او دپاکستان آهسته آهسته منزوي کيدل ددي ښکارندوي دي چې د چارو سمون رامنځ ته شوي که خداي(ج) کول ډير ژربه جګړه پاي ته ورسيږي او دجګړي ملاتړي به دخپلو نارواغوښتنو سره تور مخي پاتي شي.

ع- متين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha