صفحه اصلی | anis | مقالات | لاس وهونکي دلاس وهني لاس نه اخلي

لاس وهونکي دلاس وهني لاس نه اخلي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دهغه ضرب المثل له مخي چې وايي (آزموده را از مودن خطا است) زموږ ډيري هڅي همدا ډول وي. ځکه دهغه وخت راهيسي چې پاکستان دکډوالو سره دخواخوږي او اسلامي پيوند پربنسټ په ډيري خوشحالي غيږ خلاصه کړه هڅه‎يې وکړه چې دموقع نه ګټه پورته کړي او خپل ناوړه هدفونه چې دکلونو کلونو انتظار يې ګاللي وه ترلاسه کړي.

   همداوجه وه چې کډوال‎يې په څو تنظيمونوويشل او د پوځي ښوونيزو چارو دسمبالښت وروسته يې جګړي ته وهڅول په جګړه کې زيات مالي مرستي چې دکډوالو سره بهيرينو هېوادو ترسره کولي زياته برخه يې پاکستان په خپلو وروسته پاتي سيمو ولګولي او ورسره جوخت پوځي تجهيزات چې دکډوالو د تنظيمونو په نوم يې ترلاسه کول دخپل پوځ په سمبالښت او عصري کيدو وويشل دغه راز دپاکستان استخباراتي کړيو هڅه وکړه چې دتنظيمونو ترمنځ اختلافي چاروته لمن ووهي څوو توانيږي خپل شوم او ناوړه هدفونه دتنظيمونو په بي اتفاقي کې ترلاسه کړي.

پاکستاني چارواکې چې ديوه مکار او دوه مخي سياست په پايښت سره تردي دمه د افغانانو سره ښه اړيکي نه دي پاللي هڅه يې کړي چې دوخت دواکمنانو په وړاندي ستونزي وزيږوي او زموږ دهېواد دپرمختيايي پروګرامونو په وړاندي خڼډونه را پيدا کړي نوځکه ويلي شو چې د تاريخ په اوږدوکې پاکستان ديوه لاس وهونکي هېواد په توګه پيژندل شوي تل دجګړييزو ستونزو د لټون هڅي له پامه نه غورځوي او هڅه کوي چې دجګړي د اوږديدو له لاري جګړييزي ستونزي زياتي اولاس وهنوته ادامه ورکړي.

دپاکستان لاس وهونکي هڅي دتير په څير ترسترګونه شي پټيداي ځکه دملي يووالي دحکومت په رامنځ نه کيدو سره د دولت بهرني سياست رغاول شوي او هغه لاس وهونکي هېوادونه چې موږ د دوستي لاس وروغزو او هغوي ددښمني لاس را اوږدوي ورسره غوڅ چلند ترسره کيږي نوله دي امله ديوه بلمثله عمل له مخي اوس مهال دپاکستان دلاس وهنو له پاره دمناسبو لارو لټون پيل شوي هڅه کيږي چې دپاکستان سره دتيرو لاس وهنو حساب ترسره شي او زموږ په هېواد کې درواني نا اعلان شوي جګړي دپايښت او دراپيښ شويو تاوانونو ځواب ووايي.

ځکه د ډيرو ليدنو کتنو په بهيرکې درواني جګړي دملاتړ اولاس وهنو په هکله کره اسناد وړاندي شوي ډاګيزه شوي چې دترهګرو پټن ځايونه بايد له منځه لاړشي او دترهګرو ډلو څخه دملاتړ لاس راغونډشي لاکن خبري ټولي بي ځايه او بي ارزښته ګڼل شوي نوله دي کبله هېوادوال او دسياسي چاروشنونکي وړاندوينه کوي چې دپاکستان دښکاره او بربڼډو لاس وهنو په هکله دهېواد په دننه کې ټول مخور او سياسي ګوندونه ديوي پراخه او سراسري اجماع له مخي هر اړخيزي خبري اتري ترسره کړي څو د روان ستونزمن جګړييز بهير دمخنيوي لار ولټول شي او ددي اوږد مهاله او هميشني ستونزي څخه هېوادوالو د ژغورني لارومندل شي ځکه پاکستان زموږ دسوله‏ييز دريځ څخه ناوړه ګټه پورته کوي دترهګرييزو فعاليتونو څخه لاس نه اخلي نو اړينه ده چې ددي لاس وهني په وړاندي ديوه ملي خوځښت پريکړه وشي او هېواد دتيري کوونکو څخه وژغورل شی ډاډه يو چې دنړيوالو پام هم دسيمي په کچه دترهګرييزو فعاليتونو دملاتړو هېوادو ته راګرځيدلي لاکن دعملي لارو چارو دمندلو په هکله خبري ځڼډني ښکاري نوله دي امله ويلي شو چې په جګړه کې ځڼډ اولاس وهونکوته دوخت ورکول دهغوي دپياوړتيا او سمبالښت له پاره غوره لارګڼل کيږي ښه به وي چې زموږ سره بهرني هېوادونه چې په جګړه کې ښکيل دي په عملي توګه پرته له دي چې دترهګرو ملاتړ کوونکو ته وخت ورکړي دمختلفو لارو په کاروني سره ددي توان ولري چې اقتصادي بنديزونه پری ولګوي او دمرستو بهير ورباندي ودروي. څو دترهګرو د ملاتړ څخه لاس واخلي او دجګړي دبنديدو او سوله ييزو خبرو دعملي کيدو له پاره تياري ونيسي.

 ع- متين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha