صفحه اصلی | anis | مقالات | دپښتنو دحق غوښتني مدني حرکتونه به توپيريز چلند پاي ته ورسوي

دپښتنو دحق غوښتني مدني حرکتونه به توپيريز چلند پاي ته ورسوي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

آزادي او خپلواکې هغه نعمت دي چې دلاسته راوړولو له پاره يې ميشت وګړي مبارزه کوي او دسرښندني ترپولي ورڅخه لاس نه اخلي د ډيرو هېوادو تاريخي پاڼي په همدي سرښندني او ځان تيريدني ترپولي ورڅخه لاس نه اخلي د ډيرو هېوادو تاريخي پاڼي په همدي سرښندني او ځان تيريدني ورډکی دي چې دخپلو راتلونکو نسلونو دلارښووني له پاره ورڅخه کار اخلی او د آزادي او خپلواکې ارزښتناک ميراث دخونديتوب او ساتني له پاره هر وخت ځان تيريدني ته تياروي. همداوجه ده چې په جغرافيايي پولو کې ميشت مليتونه چې د آزادي او خپلواکې له پاره يې يوشان قرباني ورکړي وي ددي جوګه ګيږي چې د ژوند دټولو آسانتياو څخه په مساوي توګه برخمن شي او دټولنيز عدالت له مخي په ورځنيو چاروکې ورسره توپيريز چلند ونه شي

 لاکن د ډيروخت راهيسي چې دپاکستان آزادي او خپلواکې ترلاسه شوي پنجابي سمراجانو توپيريز چلند ته ادامه ورکړي او دپښتون قوم سره يې دميري مور چلند غوره کړي دي دپښتنو ډيري مشران چې دپاکستان په خپلواکې کې زياتي سرښندني او هڅي نه دي سمپولي ديوه سياسي چلول او غلوونکي چلند له مخي پښتانه د ډيرو حقوقو څخه برخمن نه شول او تردي دمه يې يوازي او يوازي په سوله ييزو مبارزو بسنه وکړه ځکه د پښتنو سترمشرخان عبدالغفارخان دعدم تشدد دمبارزي پلوي او دپښتنو د حقوقو غوښتونکي به په خپلو هڅو کې ټينګار کاوه چې يووالي او يوموټيتوب کولي شي دپښتنو حقه حقوق ترلاسه کړي او ديوي غوره انساني ژوند څخه برخمن شي ددي انساني او حق غوښتني غږ په وړاندي دپاکستان پنجابي واکمنانو مناسب ځواب نه درلود نو د پښتنو دحق غوښتني د آواز د چوپ کيدو او دعدم تشدد دمبارزي په وړاندي دخڼډونو دپيدا کيدوله پاره يې څو څو واري دباچاخان د زنداني کيدو پريکړي وکړي او د ډيروخت له پاره يې په زندان کې وساته لاکن ددي ټولو ناوړه اوبي ځايه هڅو سره سره چې دپاکستان دوخت واکمنانو ترسره کړي دپښتنو دمبارزو مخه يې ونه نيوه لاکن يوڅه چې پاکستاني پنجابي واکمنانو دپښتنو په وړاندي ديوي لاس ته راوړني په توګه وکارول هغه په پښتنو کې دبي اتفاقي او ځان ځاني تخم شيندل وهڅه وشوه چې پښتانه په مختلفونومونو وويشي او دولتي لوړ رتبه څوکې په خپل واکې وساتي همدا اوس په پاکستان کې دپښتون ميشتو سيمو د ژوند د آسانتياو سره توپيريز چلند ترسره کيږي دپښتنو په زياتو سيمو کې تردي دمه مناسب روغتونونه او ښوونځي شتون نه لري او دبريښنا د روښنايي څخه بي برخي دي يوازي او يوازي د ژوند زياتي آسانتياوي او مالي پڼډونه دپنجابيانو په واک دي دا ډول توپيزيز چلند ځکه ترسره کيږي چې پښتانه دسواد او علمي لاس ته راوړنو څخه

 بي برخمي پاتي شي او داسي څوکې ترلاسه نه کړي چې پښتانه پکښي هوساينه وويني.

اوس چې دپښتنو مدني حرکتونه پيل شوي ښکاره کيږي چې د پښتنو د ويښيدو ورځي را نيږدي شوي ځکه هرترهګريزه پيښه چې رامنځ ته کيږي نوتور او ګوت څڼډنه پښتنو ته متوجه وي. په داسي حال کې چې ترهګرييز فعاليتونه او دترهګرو مشران دپنجابيانو په سيموکې اوسيږي او ښوونيزي چاري يې هلته سمبالښت مومي.

 اوس دتيرپه څير د پاکستان دتوپيريز چلند په وړاندي چوپه خوله پاتي کيدل ناشوني ښکاري ځکه پښتانه ديوي اوږد مهاله غميږي په وړاندي د صبرکاسه ډکه شوي او دخپلو سوله ييزو غوښتنو څخه ددفاع په خاطر يې مدني حرکتونه پيل ګړل افغانان دهرمدني حرکت پلوي کوي او دپښتنو په وړاندي دپاکستاني واکمنانو دهر ډول ګواښ او تيري غندنه کوي. ډاډه يو نړيوال سازمانونه چې دبشريت او انسانيت له حقوقو دفاع کوي او دهر ډول توپيريز چلند په وړاندي کرکه څرګندوي په پاکستان کې دپښتنو د روااو حقه حقوقو د مبارزي دپلوي په ملاتړ به خپلي څرګندوني رابرسيره کړي او دپښتنو دحقوقو د اعادي له پاره به دنړيوالو قوانيونو په چوکاټ کې ارزښتناکه ګام پورته کړي ځکه پښتانه سوله غوښتونکي او دهوسايني پلوي مليت ګڼل کيږي نو دټولو سوله غوښتونکو څخه هيله لري چې دظلم او افراطيت په وړاندي په مبارزه کې يوموټي او ملاتړي شي څو دترهګرو دپلويانو تيري کوونکي دوه مخي سياست دتل له پاره پاي ته ورسيږي او سيمه او نړي ددي سرطاني داني څخه وژغورل شي.  ډاډه يو چې پښتانه به دپاکستان کړي ژمني چې تيره ورځ يې ديو ليکلي ليک په ترڅ کې وکړي دعملي کيدو چاري وڅاري ځکه پاکستان دکلونو په اوږدو کې تل د دوه مخي سياست څخه کار اخيستي داځل بياهم هڅه کوي چې دپښتنو ددي ستر سيلاب مخه په تشو ژمنو خاموشه کړي او دخپلي واکمني په وړاندي دګواښ او حق غوښتني بهير په وړاندي خڼډونه را پيدا کړي. هيله ده چې را پاڅيدلي پښتانه دپنجابي سمرا جانو په تشو او غولونکو خبروونه غوليږي او دژمنو دعملي کولو په وړاندي ديوموټيتوب او سپنيز ديوال ړنګ نه کړي. ځکه بري په يووالي کې نغښتي دي.

ع- متين

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha