صفحه اصلی | anis | مقالات | ډاډه يو چې دښمن به په خپلو ناوړه هڅو کې ناکام شي

ډاډه يو چې دښمن به په خپلو ناوړه هڅو کې ناکام شي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دهغه وخت راهيسي چې دملي يووالي حکومت رامنځ ته شو د زياتو کورنيو او بهرنيو ګواښونو او ستونزو سره مخامخ شو ځکه چې په کور دننه دبهرنيو پوځي ټولګيو په وتو يو لړ اقتصادي او امنيتي ستونزي رامنځ ته شوي او ورسره جوخت دهېواد او خلکو دښمنانو پرته له ځڼډڅخه دبهرنيو پوځونو په وتلو سره جګړييز فعاليتونو ته پراختيا ورکړه څو وتوانيږي دملي يووالي د حکومت په وړاندي دستونزو بار دروند او زيات کړي.

دي موخي ته درسيدو له پاره دترهګرو ملاتړ کوونکو هېوادو دترهګرو د زيات تجهيز او تمويل له پاره مټي را ونغښتي او ديوشمير هېوادونو سره يې په ليدنو او کتنو لاس پوري کړو. څو دترهګرو پلويان زيات او دجګړي لمن پراخه کړي.

دي هڅو دوسله والو وسله والي نښتي او بريدونه را زيات کړه او دهېواد په ډيرو سيمو کې دجګړي نښي نښاني ترسترګو شوي لاکن دملي يووالي مشرتابه په ډيره حوصله مندي حالات ترخپل کنترول لاندي وڅارل او ددښمن هر تيري ته يې په خپل وخت مناسب ځواب وويه همداوجه وه چې د هېواد دښمنان پدي ونه توانيدل چې دجګړي له لاري بري ترلاسه کړي ځکه په زياتو جګړييزو فعاليتونو کې يې ماته وخوړه او په خپلو پلانونو کې بري ته ونه رسيدل.

په همدي توګه دهېواد دښمنانو هڅه وکړه چې ديوي خوا دجګړي دستخوالي لاري چاري ولټوي او دبلي خوا د اقتصادي کمروزتيا له پاره په هغو لارو غور وکړي چې زموږ دهېوادوالو له پاره اقتصادي ستونزي رامنځ ته کوي. دي موخي ته درسيدو له پاره يې په ترانزيتي لارو کې دسوداګرو له پاره خڼډونه را پيدا کړه چې زموږ ملي سوداګريې دزياتو زيانونو سره مخامخ کړي دي. دي ستونزي ته دمناسبي لاري په مندلو سره ولسمشر محمد اشرف غني وتوانيده دچابهاربندر پرانيزي او پرته له سياسي ملحوظاتو سوداګر خپل مالونه دنړي له بازارونو راوړي او يايې له دي ځايه نورو هېوادوته واستوي دي چاري خوراښي لاس ته راوړني ترلاسه کړي او دهېواد ملی سوداګر دپاکستان له اړتيا څخه وژغورل شول ددي له پاره چې د اقتصادي پرمختيا له پاره نوري دروازي پرانستل شي ولسمشر دتاجکستان، ازبکستان او هند سره ارزښت ناکه تړونونه لاس ليک کړل او په عملي توګه دي ته لار هواره شوه چې اقتصادي لاس ته راوړني به مونوري هم پراختيا ومومي. اوپه سوداګرييزو چاروکې به ژور بدلون ترسترګو شي. بايد ومنو چې که دهېواد دښمنانو دستونزو په زياتوالي کې خپل ټول توان پکار اچولي خو دملي حکومت مشرتابه په ګړنديتوب سره درغاوني لارورمندلي او هڅه يې کړي چې ددښمن ناوړه پلان عملي نه شي نو همداوجه ده چې حکومت ديوي خوا دتيرو راپاتي شويو نيمګړتيا په ډکولو بوخت دي او دبلي خوا دهېواد ددښمنانو د دسيسو په شڼډونه لګيا دي همدا اوس چې دترهګرو ملاتړ کوونکي په خپلو شوموهڅو کې دناکامي سره مخامخ شوي د هغو لارو په لټون بوخت دي چې زموږ خلک دګواښ او انديښني سره مخامخ کړي کله د اغزن سيم په غزولو سره دخلکو کرکه را پاروي او کله بيا د دروازو په جوړوني سره ستونزي را پيدا کوي خو ددي ټولو ناوړه او بي ځايه هڅو سره سره دولتي چارواکې به دتير په څير دستونزو دهواري له پاره مناسبي لاري ولټوي او هيڅ وخت به دهېواد او خلکو دښمنانو ته ددي مجال ورنه کړي چې دمختلفو لارو څخه زموږ ځمکني بشپړتيا او ملي حاکميت دګواښ سره مخامخ کړي او يا دملي ګټو په وړاندي خڼډونه اوږد مهاله کړي. باوري يو چې ستونزي به شتون ولري او دښمن به هم خپلو ناوړه هڅو ته دوام ورکړي لاکن د دولتي مشرتابه په نوښتګر سياست سره به ددي ټولو ستونزو په زغملو سره خپل اوږد مهاله لار رالڼډه او د يوي سوکاله ټولني له پاره به لار هواره کړي.  هېوادوال ډاډه دی چې دښمن به په خپلو ناوړه موخو کې ناکام وي او بري به زموږ دخلکو په برخه وي. ځکه چې اوس نړيوال پدي پوهيدلي چې ترهګر او ترهګرييز فعاليتونه له کومه ځايه را ټوکيږي او دتمويل او تجهيز ملاتړ کوونکي هېوادونه کوم دي نوله دي کبله ويلي شو چې ډير ژر به په ټوليزه توګه نړيوال دترهګرو په وړاندي قانع کوونکي ځواب ووايې ځکه ترهګر نه يوازي زموږ له پاره ستونزي زيږوي بلکي نړي هم دګواښ او ستونزو سره مخامخ کوي.

ع- متين 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha