صفحه اصلی | anis | مقالات | د هرډول ټولگټو پروژو په پلي کيدوهيواد درغيدوپه لورپرمخ ځي

د هرډول ټولگټو پروژو په پلي کيدوهيواد درغيدوپه لورپرمخ ځي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په هيواد کې دتيرو درې نيمو لسيزو پرله پسې کور ورانې جگړې ناخوالواو ناوړه اغيزو له پلوه جګړه ځپلي هېواد جوړوني او بيا رغاونې ته ډيره اړتيا لري ، البته له دې څخه هم سترگې نه شي پټيداي چې په دې وروستئ يوه نيمه لسيزه کي د نړيوالو مرستندويانو د بشرپالو مرستو او دافغان حکومت د کارنده مديريت پربنسټ دملي پيوستون دپروگرام له مخې دهيواد په بيلا بيلو برخو،

سيمو اوښارونو کې گڼ شمير اغيزمنې پروژي بشپړي او گټې اخيستنې ته وړاندې شوي اولاهم دابهير پرمخ روان دي چې له نيکه مرغه په هيواد کې د اغيزمنو پروژو د بشپړيد و اوگټې اخيستنو په لړکې په دي وروستيو کې د ډله ييزو خپرندويو سرچينو په حواله ويل شويدي چې دکليو دبياجوړولو او پراخيتاوزارت په روان کال کي دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کي د 48 پروژو دجوړولو کاربشپړکړيدي ، چي په دغوپروژوکي دڅښاک دروغتيايي اوبوبرابرول اوترانسپورتي خدمتونه شامل دي چي دکليو دبياجوړولو اوپراخيتاوزارت داوبورسولو ،کليوالي لاري جوړولو اودساحوي سمون دپروګرامونوله لاري دسمنګانو ولايت په مربوطاتوکي بشپړي شويدي ،دغه رازويل  شويدي چي دکليو دبياجوړولو او پراختياوزارت دغورولايت په مربوطاتوکي دموټرودتګ راتګ ديوه کانګريټي پله دجوړولو کارهم بشپړکړيدي ، دغه پل دنوموړي وزارت دکليودبياجوړولو اوپراختيا وزارت دساحوي سمون دملي  پروګرام له لاري دغورولايت دشهرک ولسوالي  ددهن سرچشمه په کلي کي  جوړشويدي ، چي ددغه پله په جوړولوڅه دپاسه شپږميليونه افغاني لګيدلي دي چي په جوړيدوسره يي ددغه ولايت مرکزته دسيمي  د 85 کورنيودتګ راتګ ستونزي هم لري شويدي ، همدارنګه دغورولايت دکليو دبياجوړولو او پراخيتا رئيس په وينا دروان  کال  په بهيرکي په دغه ولايت کي دټولګټوپروژوپه عملي کولوسره دغورولايت خلکوته زياتي اسانتياوي برابري  شويدي ، دنوموړي په وينا  په روان  کال کي دغورولايت په بيلابيلوسيموکي دموټرودتګ راتګ دلسو پلونود 180 پلګوټواود   2572 متروپه اوږدوالي دمحافظوي ديوال  دجوړلوکاربشپړاوګټي اخيستني ته   سپارل شوي ،دنوروپروژو دعملي کولوکارهم  په بيړه دوام لري اوپه ډيرلنډ  و خت  کي به ګټي اخيستني ته وسپارل شي.

همداشان دروان کال له پيل څخه تراوسه پوري دکابل  ولايت په مربوطاتوکي هم  د يوپنځوس پروژودجوړلو کاربشپړشويدي دکليودبياجوړولواوپراختياوزارت داطلاعاتو مسوول په ويناپه دغوپروژوکي دڅښاک داوبوبرابرول،دکرنيزو اوبودزيرمو، دترانسپورتي او ټولنيز وخدماتو جوړول شامل دي چي دکليو دبياجوړولواوپراخيتاوزارت داوبو رسولو دکليو دلاروجوړولو اودساحوي سمون دملي پروګرام له لاري دکابل ولايت په مربوطاتوکي تطبيق شويدي چي لګښت يي اته سوه زره امريکايي ډالره اټکل شويدي.      ديادښت وړده چې په ټوليزه توگه دهيواد په بيلابيلو ساحو کې د هرډول ټولگټو پروژو په پلي کولو کې زمونږ دجگړه ځپلي هيواد ابادي اوښيرازي نغښتې ده ، دايو رښتيني واقعيت دي چې زموږ هيواد د پرديو له خوا دتيرو دري نيمو لسيزو دبدمرغې ، ناولې او تباه کوونکې جگړې له امله وران او ويجاړ شوي او افغان مظلوم ولس ته هم په ټوليزه توگه په دې بهير کې نه جبيره کيدونکي مالي او ځاني تاوانونه اوښتي، چې نن سبا  يې د ابادولو، رغاولو ، سمسورتيا او ښيرازۍ په موخه د پتمنو هيواد والو دهلو ځلو ترڅنگ دافغانستان داسلامي جمهوريت داړوندو ارگانونو کوښښ او جدي اقداماتو ته هم ډيره اړيتا ليدل کيږي او اړينه ده چې دافغان حکومت اړوند ارگانونه دهيوادوالو لومړيتوبونو ته په پاملرنې سره  دمنظمو پروگرامونو په طرحه کولوپه انډوليزه توگه د هيواد په مرکز ، ولايتونو ، ولسواليو ،  کليو او بانډو کې اغيزمنې پروژې پيل او گټې اخيستنې ته يې وړاندې کړي .

 له شک پرته چې دکليو دبيا جوړولواو پراختيا وزارت دملي پيوستون دهراړخيزو پروگرامونودتطبيق اوگټې اخيستنې بهير اود هيواد په گوټ گوټ کې د پرمختيايي پروژو د  طرحې او تطبيق لړۍ د قدر وړده ، په دې هيله   چې په ټوليزه  توگه د هيواد ابادي ، سمسورتيا او ښيرازي په موخه دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دشته امکاناتو ترڅنگ دمرستندويو هيوادونو او خيريه بنسټونو هراړخيزې مرستې لاهم افغان حکومت را جلب او د ملي پيوستون د پروگرام او د اړوندو ارگانون په همکارۍ په نورو اغيزمنو ، رغنيزواو بڼسټيزو پروژو ولږول شي چې له امله يې په ټوليزه توگه زمونږ جگړه ځپلي هيواد اباد ، ودان ، سمسور او ښيرازه شياو هم سل په سلو کې ددې امکان شته چې دهيواد په گوټ گوټ يعنې کليو ، بانډو او ښارونو کې دمختلفو بنسټيزو اورغنيزو پروژو دعملي بهير دپرمخ بيولو په ترڅ کي به هم گڼ شمير هيوادوالو ته چې همدااوس د هيواد په مختلفو ساحوکې له بې کاري اوبي روزگاري څخه سرټکوي او په ورځني ژوندکي له بې شميره ستونزو سره لاس اوگريوان دي په هيواد کې دننه دوئ ته دسالم کار او روزگار زمينه هم برابره شي اوپه دې ډول به له يوې خوا زمونږ هيواد آباد او ودان شي اوله بله پلوه به گڼ شميربي کاره او بې روزگاره هيواد وال چې دکارموندنې له پاره بهرنيو ملکونو ته دتلو تکل لري دوئ به هم دبيکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن اوربړوونکي حالت څخه وژغورل شي او په هيواد کي دننه به له سالمو بوختياوو څخه برخمن اودگران هيواد جگړه ځپلي افغانستان په ابادي او ښيرازي کې به  هم په ښه ډول سهيم شي او په دې توگه زمونږ جگړه ځپلي هيواد  به هم ورځ تربلې د ترقي او پرمختگ پرلور.

شاه محمود درويش

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha