صفحه اصلی | anis | مقالات | ترهګر او افراطيت دبشريت ګډ دښمن دي چې بايد په ګډه يې مخنيوي وشي

ترهګر او افراطيت دبشريت ګډ دښمن دي چې بايد په ګډه يې مخنيوي وشي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په افغانستان کې روانه ترهګرييزه او استخباراتي جګړه چې دسيمې دهېوادونو په تيره بيا دپاکستان له خوا تپل شوي څلورمي لسيزي ته داخليږي چې له بده مرغه تردي دمه نه يوازي داچې سوله او امنيت تامين نه شو بلکي لاهم خطرناکه او پيچلي شوه.

پوښتنه داده چې ولي خطرناکه او پيچلي شوه؟

عامل يي معلوم دي او هغه داچې پاکستان تل د ترهګرۍ او افراطيت څخه ملاتړ کړي او په خپله خاوره کې يې ورته ښونيز مرکزونه او پټن ځايونه جوړ کړي چې نه يوازي افغانستان يې نا امني او بي ثباته کړي بلکي ټولي سيمي او نړۍ ته يې هم يوسترګواښ او انديښني را پيدا کړي دي.

د افغانستان دملي يووالي حکومت چارواکې په تيره بيا دهېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني څو واري دنړيوال ستيج څخه تروريزم د روان ګواښ او تهديد څخه خپل غږ پورته کړي چې داجګړه زمونږ جګړه نه ده بلکي پردۍ جګړه چې په مونږ را تپل شوي ده.

دبلي خوا نړيوال په تيره بيا د امريکا متحده ايالات او متحدين يې هم په دي قانع شويدي چې په افغانستان کې روانه ترهګرييزه او استخباراتي جګړه دپاکستان له خوا تجهيز او تمويليږي ځکه ښونيز مرکزونه او پټن ځايونه يې په پاکستان کې شتون لري چې بايد په ګډه يې سوله غوښتونکې هېوادونه مخنيوي وکړي او ورسره خوځست په افغانستان کې دسولي د تامين لپاره دحل يوه معقوله لاره ولټول شي.

دروان 1396 کال دلړم پر 19 مه د امريکا دمتحده ايالاتو جمهور رئيس ډونالډ ټرامپ آسيايې هېوادونه ته په خپل 12 ورځني سفر کې دچين په ولسي جمهوريت کې دشمالي کوريا د کړکيچ او نورو علاقي وړ مسايلو ترڅنګ په افغانستان کې د ترهګرييزي جګړي دبنديدو او په افغانستان کې دراتلونکي سولي په اړه دخپل چينايې سيال شې چې پينګ سره هم اوږدي خبري کړيدي.

او ويلي: چې ترهګر او افراطيت دبشريت ګډ دښمنان دي چې دچينايې مشرانو سره به يې په ګډه په مخنيوي کې هڅې او هلي ځلي وکړي.

پوځ او پوره باور دي که د امريکا متحده ايالات د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره دنوي ستراتيژۍ او تګلاري له مخې دچين دهڅې،او دمشرانو سره په ګډه چې پرپاکستان پراخه نفوذ لري لازم فشار راوړي او خپلي پوځي
 نظامي او اقتصادي مرستې او کمکونه پري و دروي د تروريستانو او افراطيانو ښوونيز مرکزونه او پټن ځايونه په ډرون اوبي پيلوټه الوتکو تخريب او دړي، وړي کړي نه يوازي پّ افغانستان کې به ثبات، امن او سوله ټينګه او تامين شي بلکي سيمه او نړۍ به يي هم له شره وژغورل شي.

ناصرشاه سرحدي

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha