صفحه اصلی | anis | مقالات | دمخدره توکو زيادښت

دمخدره توکو زيادښت

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په دې وروستيو کې دملګرو ملتونو اړوند د مخدره توکو او جرايمو دمبارزې دادې په يوه ريپوټ کې څرګنده شوې چې په افغانستان کي دمخدره توکو کښت، توليد او قاچاق زيات شوي او افغانستان دمخدره توکو دليست په سرکې واقع دي ځکه چې په نړۍ کې، افغانستان دخپل جغرافيايي محيط څخه (328 زره هکتاره کرنيزه ځمکه) د 78 فيصده توليد، دمخدره توکو دتوليد په سرکې ځاي لري. چې دغه ريپوټ تراوسه دکومې رسمي سرچينې له لورې رد شوي نه دي او نه ورباندې کوم ايراد نيول شوي، بلکې رسمي رسنيو ورباندې تبصرې او شننې کړي او انديښني يې څرګندې کړي دي.

دمخدره توکو د زياتوالي غټ لاملونه: د دولتي ادارو څرګندونو له مخې دمخدره توکو د زياتوالي غټ لاملونه په لاندې توګه دي:

1- دهېواد په زياتو اطرافي سيمو کې دنا امنۍ او نه ټيکاو سببونه.

2- په جلا جلا کچو د مافيايي کړيو موجوديت، فعاليت او ناوړه ګټه اخيستنه، کوم چې په پايلې کې يې د (جرمي اقتصاد) يا کريمنال ايکانومي لامل ګرځي او حتا د جرمي اقتصاد زيادښت سببونه هم دادي:

3- دجرمي اقتصاد ګټه بيرته اورپکو، ترهګرو او دهغو سيمه ييزو استخباراتي کړيو سازمانونو او هېوادونو ته رسيږي چې بيا هم د بدامنۍ او نا امني لامل ګرځي.

4- له مخدره توکو سره دمبارزې په برخوکې دلازمې بودجې او کاري ابزارو نه موجوديت.

5- بزګروته دلازمو کرنيزو توکو (لکه اصلاح شووتخمونو، ماشين آلاتو او...) نه سپارل او نه موجوديت او له بزګرو څخه نه حمايت او دهغوي نه هڅونه.

6- ډيري دمخدره توکو دپروسس کار خانې ړنګې شوي نه دي بلکې زياتې شوي دي.

7- دترهګرو دځپلو له پاره لازم کوښښ نه دي شوي ځکه چې بهرني تورې او نامرئي کړۍ لاسوهنې کوي.

8- دمخدره توکو د له منځه وړلو په خاطر دتبليغاتو کمښت.

9- په هغو ولايتونو کې چې دمخدره توکو کښت صفر شوي وه، هغوۍ حمايت نه شول ځکه نو دونوموړو توکو کښت له سره پيل شو.

10- دکومک کوونکو هېوادونو له خوا يوازي تبليغات کيدل او صداقت نه وه موجود. نو په دې توګه دمافيايي کړيو او قاچاقبرانو ځالې ړنګې نه شوې. نوګواښونه بياهم ځاي پرځاي پاتې دي. هغه ځواکونه چې دګواښونکو ترهګرو او دمخدره موادو دکښټ په وړاندي مبارزي کوي هغه بايد ونازول شي او حمايت شي.

11- له بهر څخه بايد دمخدره توکو تقاضاوې صفر شي اوکه داسې ونه شي نو بيا هم قاچاقبران او سيمه ييزي کړي سرراپورته کوي او چاپيريال ککړپاتې کيږي.

12- که چيرې په ټوليز ډول په خدمت کې صداقت موجود وي او دکليو او بانډو د دمخورو او بزرګو څخه مرسته وغوښتل شي چې په مبارزې کې ګډه ونډه واخلي.

نو بيا به دغه مبارزه بريالۍ وي او جرمې اقتصاد به محوه او مافيايي کړۍ به ماتې شي.

عبدالهادي قريشي

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha