صفحه اصلی | anis | مقالات | دجنګ پرځای افغان ولس سوله او ملي يووالي غواړي

دجنګ پرځای افغان ولس سوله او ملي يووالي غواړي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

يوازي سوله ده چې افغان پتمن ولس ته نيکمرغي اوسوکالي ورپه برخه کولې شي پردې بنسټ دا يورښتيني حقيقت او انکار نه منونکي واقعيت هم دي چې دجګړي په دوام کې دهري ټولنۍ تباهي او بربادي نغښتې ده او وګړو ته يې هم له مرګ ژوبلې، وير، ماتم او په ټوليزه توګه له وراني، ويجاړي څخه پرته بل څه په ميراث نه پريږدي، له بده مرغه چې افغان پتمن ولس په ګران افغانستان کې دپرديو په لمسون کابو دري نيمي لسيزي بدمرغه جګړه زغملي او په دې لړکې يې بي شميره ستونزي، کړاوونه، ربړوني او مرګ ژوبلي زغملي دي،

نو افغان ولس ددي لپاره چې کلونه کلونه د پرديو له خوا تپل شوي بدمرغه جګړي ډير ځپلي نو اوس مهال په خپل پلرني ټاټوبي سرلوړي افغانستان کې دبدمرغه او تباه کوونکي جګړي له دوام څخه واقعاً ډير په تنګ او ستومانه شوي او د زړه له کومي دنيکمرغه سولې ټينګښټ ته تږي ناست دي او په دي اړوند هم هر راز نوښت، خوځښت او حرکت ته دقدر پّه سترګه ګوري او دعمل په دګرکې يې رښتينو پايلو ته په ډيري بي صبري لاري څاري او د زړه له کومي په ټوليزه توګه له وسله والو مخالفينو څخه په دي تمه او هيله دي چې دپرديو په لمسون تردي زيات دخپلو ورونو او مظلومو هېوادوالو دمرګ  ژوبلي سبب نه شي بلکي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره د سياسي جوړجاړي او سوله ييزو مذاکراتو لاره غوره کړي ترڅو چې په پايله کې افغان پتمن ولس ته نيکمرغه سوله په ارمغان راولي ديادوني وړده چې په هېواد کې دنيکمرغه سولي له بهير سره ديوځاي کيدو په لړکې په دي وروستيو کې په هېواد کې د ډله ييزو خپرندويو سرچينو په حواله ويل شوي چې دکونړ ولايت دخاص کونړ په ولسوالي کې (پنځه ويشت) تنو وسله والو مخالفينو خپلي وسلي په ځمکه ايښي او دسولي له بهير سره يوځاي شويدي دکونړ ولايت والي وايي چي قوماندان سميع الله ملنګيار دخپلو(45) تنو وسله والو ملګرو سره يوځاي له وسله وال مخالفت څخه لاس اخيستي دي او دسولي له بهير سره يوځاي شويدي نوموړي داهم ويلي چې د دولت هر وسله وال مخالفين له ځان سره فکر وکړي او حقايق درک کړي او دجنګ پرخاي سوله غوره کړي نوجنګ ته به دپاي ټکي کيږدي او په دې هېواد کې به ډير ژر امنيت تامين شي، ديادي ډلي مشر هم ويلي چې مونږ غوليدلي وو پوره(15) کاله مو دپرديو په لمسون جګړه وکړه، خو ګټه مو تري وانخيسته اوس پوه شو، چې مونږ دخپلو ورونو پرخلاف جګړه کوو، نوځکه مو جګړه بنده کړه، نوموړي له ټولو مخالفينو
څخه هم غوښتنه کړې چې له جګړي لاس واخلي او نور دپرديو په اشاره خپل ورونه ونه وژني او خپل هېواد دي نه ورانوي ديادونې وړده چې په کونړ ولايت کې تراوسه نيږدي (اووه سوه) وسله وال مخالفين دسولي له پروسي سره يوځاي شوي چې ورسره امنيت هم ښه شوي دي.

دبدمرغه جګړي د دوام پرځاي دنيکمرغه سولي او سياسي جوړجاړي لاره ددي سبب شي چې په ټوليزه توګه ټول وسله وال مخالفين چې په يوډول نه يوډول د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت څخه ناراضه دي او پروسله وال مخالفت يي لاس پوري کړيدي دوي دهر راز مخالفتونو په هيرولو دسولي او سياسي جوړ جاړي لاره خپله کړي چې له امله يې په ټول هېواد کې بدمرغه جګړه دتل لپاره پاي ومومي او پرځاي يي نيکمرغه سوله او ډاډمن امن او امان منځته راشي او وروسته له دي په هېواد کې له هر راز جګړه ييز ناتار او غميزو پرته د سولي په نيکمرغه فضا کې افغان پتمني او قدرمني ښځي او په ټوليزه توګه ټول افغان مظلوم ولس په بشپړه هوساينه کې د ژوند چاري پرمخ يوسي او دنړي دهغه شمير هېوادونو د وګړو په څير چې تل دسولي او امنيت په فضا کې نيکمرغه ژوند کوي، دوي هم په خپل هېواد کې دهغوي په شان د انساني ژوند له ښيګڼو څخه برخمن شي او په بشپړي هوسايني د ژوند له بي شميره خوښيو څخه خوند واخلي او هم دپاک الله(ج) رښتيني عبادت په آرام زړه ترسره کړي اوپه دي توګه هم د دنيا او هم دعقبا ښيګڼي يې په نصيب شي.

شاه محمود درويش

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha