صفحه اصلی | anis | مقالات | راټوکيدلي هيلي بايد مړاوي نه شي

راټوکيدلي هيلي بايد مړاوي نه شي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په هېواد کې د امنيت دټينګښت او دسولي د رامنځ ته کيدو له پاره ګڼي هڅي پيل شوي هيله ده چې دسيمي هيوادونه دخپلو ناوړه موخو څخه لاس په سرشي او دسوکالي له پاره په هغو لارو کې ملګرتيا رښتيني کړي چې سوله ورباندي ټينګښت مومي.ښه به وي چې دسيمې هېوادونه چې په مستقيمه توګه دجګړي په ناخوالو کې لاس لري پردي دي باوري شي چې تردي دمه يي په جګړه کې لاس ته راوړني نه دي ترلاسه کړي او په راټلونکي کې هم دجګړييزو هڅو په بهيرکې به هيڅ هم ترلاسه نه کړي ځکه زموږ ميړني وسله وال پوځ چې په تيرو کلونو کې په تش لاس اوپه ډيرو کمو امکاناتو دجګړه مارانو هر ډول تيريوته قانع کوونکي ځواب ويلي او هيڅ وخت يې تيري کوونکو ته ددي مجال نه دي ورکړي

 چې خپلي ناوړه موخي ته ورسيږي اوس چې ملی وسله وال پوځ په عصری وسلو سمبالښت مومی، مخالفی وسله والي ډلي به د لازياتو تلفاتو او ماتو سره مخامخ شي له همدي کبله اوس مهال دنړي مرستندويه هېوادونه چې زموږ سره پدي خونړي جګړه کې ښکيل دي په دي ډاډمن دي چې دهېواد ملي وسله وال پوځ دهري ورځي په تيريدو سره په جګړه کې ښي تجربي او لاس ته راوړني ترلاسه کوي او هڅه کوي چې خپلي جګړييزي ښووني لاپسي پياوړي او پوځي مهارتونه پراخه کړي همداوجه ده چې دناټو غړو هېوادو په خپله وروستي غونډه کې چې دبروکسل په ښارکې جوړه شوي وه دملي دفاع دوزير بهرامي وړاندوينو ته په ژوره توګه پاملرنه وکړه اويوځل بيا يي دهغو تشو په ډکولو ټينګار وکړ چې زموږ ملي وسله وال پوځ ورسره مخامخ دي. دملي دفاع وزير چې دنيمګړتياو درغاوني په هکله يې دناټو دغړو هېوادو ژمني ترلاسه کړي وي باوري ښکاريده چې مرستدنويه هېوادونه به دملي وسله وال پوځ په غښتلتوب کې هڅې ګړندي کړي او ورسره جوخت به په هغو لارو چارو غورو کړي چې مخالفي وسله والي ډلي دخبرو اترو ميزته کښينوي.

مناسبه ده چې ديوي خوا دملي وسله وال پوځ د پوځي تجهيزاتو په سمبالښت کې ځانګړي پاملرنه وشي او دبلي خوا دهغو لارو لټون ته پام راوګرځول شي چې ځينی هيوادونه دترهګرييزو ډلو له ملاتړه لاس نه اخلي. منو چې پدي وروستيو کې يوځل بيا د امريکا کانګرس يولايحه تصويب کړي چې د حقاني دترهګري ډلي پرضد دمبارزي رښتيني لاس ته راوړني را بربڼډي شي او په سيمه کې څوکلن جګړييز ناورين پاي ته ورسيږي. دي ډول هڅو هېوادوال بيا ډاډمن کړي چې د امريکا متحده ايالات به د  نوی ستراتيژي دعملي کيدو له پاره دمختلفو لارو چارو څخه کار واخلي او هغه هېوادونه به پدي قانع کړي چې دترهګرو ملاتړي دي. غوره ده چې هڅي عملي او رښتيني بڼه ولري ځکه تردي دمه دجګړييزو ستونزو په شمير کې کمي نه ليدل شوي او دترهګرو ملاتړي  هيوادونه دجګړي نوي بڼه لټوي نوهيله داده چې زموږ درنځيدلو خلکو راټوکيدلي هيلي چې د امريکا دنوي ستراتيژي په اعلاميدو سره را ټوکيدلي مړاوي نه شي او په هېواد کې هميشني مرګ ژوبلي ته دتل له پاره دپاي ټکي کښيښودل شي.

ع- متین

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha