صفحه اصلی | anis | مقالات | د علامه احمد علي کهزاد په وياړ جوړشوي علمي- تحقيقي سمينار پای ته ورسيد

د علامه احمد علي کهزاد په وياړ جوړشوي علمي- تحقيقي سمينار پای ته ورسيد

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د افغانستان دعلومو اکاډيمي په نوښت، د افغانستان ديو وتلي مورخ اولرغونپيژندونکي، علامه احمد علي کهزاد، دعلمي- فرهنګي خدمتونو په اړوند هغه دوه ورځني سيمينار، چې د روان لمريز کال دلړم په 28 او 29 نيټه پيل شوي ؤ، پاي ته ورسيد.

دانيس ملي ورځپاڼې خبريال، خبرراکوي چې ددغه سيمنار لومړۍ غونډه په ارګ کې دسلام خانې په ماڼۍ کې په داسي حال کې جوړه شوه چې د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهور رئيس ډاکتر محمد اشرف غني، دکابينې ځينو غړو، بهرنيو ميلمنو، د افغانستان دعلومو اکاډيمي او کابل پوهنتون استادانو او محصلينو او دعلامه کهزاد مينه والو ګډون پکي کړي ؤ. په دغه غونډه کې دهېواد جمهور رئيس، دکهزاد دملي شخصيت او دده د آثارو دارزښت په اړوند عالمانه وينا وکړه چې دحاضرينو دپاملرني وړوګرځيده.

په خبرکې زياته شويده چې ددغه علمي- تحقيقي سمينار دويمه او دريمه غونډه د افغانستان دعلومو اکاډمي په کنفرانس خونه کې جوړه شوه چې په ترڅ کې يې دکورنيو او بهرنيو پوهانو له خوا 15 علمي- تحقيقي مقالې او دغه راز دځينو علمي، فرهنګي، ادارو په استازيتوب پيغامونه ولوستل شول.

دسمينار د دريمی غونډې په پيل کې، چې دپوهانو عزيز پنجشيری په مشرتاپه جوړه شوه، دپيښو له پښتو اکاډيمی څخه پروفيسور ډاکتر شير زمان سيماب له خوا دهغې اکاډيمی پيغام ولوستل شو چې په هغه کې يې کهزاد د افغانستان په نومياليو پوهانو او علمی، ټولنيزو او تاريخی سترو او د اعتبار وړشخصيتونو کې ياد کړی دی. په پيغام کې راغلی دي چې: کهزاد دخپلو څيړنيزو هڅو په نتيجه کې يې د افغانستان لرغوني کلتور او فرهنګ نړيوالوته
وروپيژاند. په پيغام کې دغه راز ويل شوی دی چې کهزاد   له تعصب نه مبرايو علمی شخصيت ؤ چې زيات آثار يې دعلمی  تحقيقی اصولو سره سم وليکل او وړاندې يې کړل.

دسمينار بل بهرنی ويناوال، ډاکتر نصرالله خان وزير ؤ چې د افغانستان دپخواني تاريخ په روښانو لوکې يې دکهزاد رول ارزښتمن وباله.

ورپسي دفدراتيفي روسيې دختيځ پيژندني غړي رمضان داوروف په خپله وينا کې د افغانستان او فدراتيفي روسيې ترمنځ علمي اړيکي پخوانۍ وبللي زياته يې کړه چې دغه اړيکي هغه وخت لازياتي پياوړي شوي چې په 1950 ع کال کې دپښتو ټولنې مشر ګل پاچا الفت له شوروي نه ليدنه وکړه، بيا پسي په 1962 م کې ښاغلي الفت او کهزاد صاحب دختيځ پوهانو په 25 کانګرس کې چې په ماسکوکې جوړ شوي ؤ ګډون وکړ، چې  له امله يې د دواړو هېوادو د دانشمندانو ترمنځ منظمه راشه درشه پيل شوه او ترننه پوري لا روانه ده.

په دې پسې دکوټې دپښتو اکاډمي څخه ډاکتر عبدالرؤف رفيقي وينا وکړ واو علامه کهزاد يې دتاريخ پوهانو په ډله کې دنړيوال اعتبار خاوند شخصيت وباله. ده وويل: دکهزاد آثار ډير دقيق دي او دهمدغو اثارو په برکت له نړيوالو سره افغاني پوهه شريکه شوه او اروپايان يې د افغانستان له فرهنګ سره آشنا کړل.

بيا پسې افغاني پوه سميع الله تازه خپله مقاله چې  دنورستان په آريايې فرهنګ کې دکهزا نقش) نوميږي ولوستله. په دغه مقاله کې کهزاد ديوبې جوړی تاريخ نګار بلل شوی دی. ده وويل: دنورستان يا پخوانی کافرستان په باب يولړ افسانوي خيالونه موجود و چې حتي دځينو کسانو له خوا نورستانيان يوناني تبار بلل کيدل  خو کهزاد دبی تعصبه څيړنو له مخې دنورستان خلک اصلي آريايان وبلل شول او وې ويل چې ددغو خلکو اصل بايد په آريايانوکې ولټول شي.

په دې پسې بله مقاله دمعاون سرمحقق عبدالقيوم مشواڼي وه چې سرليک يې (ملت پال او ځيرمن مورخ کهزاد) ؤ. ده دمرحوم پوهاند عبدالاحمد جاويد دوينا پربنسټ وويل: داحمد علي کهزاد آثار په ملي او نړيواله سطح بي ساري دي او کهزاد لومړنۍ عالم ؤ چې تراسلام دمخه افغانستان څيره يې په خپلو ليکنو کې روښانه کړه.

په دغه مقاله کې دغه راز زياته شويده چې کهزاد دغرغښت ياګرشاسپ په نامه اثر کې دلومړۍ ځل لپاره هغه نظريه چې پښتانه پکې دقيس له اولادې څخه بلل کيدل، رد کړي ده او ددوي اصلي ريښه يې دري زره کاله پخوا په آريايي قومونو کې ثابته کړيده.

بياپسې سرمحقق آصف ګلزاد، دکهزاد دعلمي- فرهنګي خدمتونو بنسټ (پايګاه) ترعنوان لاندي په خپله مقاله کې کهزاد د افغانستان داوسني تاريخ بنسټ ايښودونکی وباله او زياته يې کړه چې که تحقيقات هرڅومره پرمخ ولاړشي بياهم دکهزاد کارونه، نه شوهيړ ولاي، ده دغه راز وويل چې دکهزاد په يواثر (افغانستان در شاهنامه) کې ثابته شويده      6مخ

 

 

چې په شاهنامه فردوسي کې راغلې سيمې په سلو 95 په افغانستان پورې اړه لري نه په ايران پورې.

په همدي ډول څيړنوال محمد نبي صلاحي بل ويناوال ؤ چې داستاد کهزاد له نظره يې دکوشانيانو سترواکي (امپراطوري) نومې مقاله واوروله. دکهزاد له نظره دکوشانيانو دوره، يوه طلايې دوره ګڼل کيږي. علامه کهزاد، کوشانيان دوريښمو دلارې ناظمان بولي. ويل کيږي چې کوشانيانو يو خلاص يا آزاد فرهنګ درلود چې نن هم له هغونه استفاده کيږي. د دوي په امپراطوري کې دبوديزم ترڅنګ نور مذاهب په تيره زردشتيزم هم باب ؤ.

هيره دي نشي چې په دي سمينار کې دکهزاد په څيړڼوکې دکابل بالاحصار بله مقاله وه چې دمحترم پوه فايض له خوا وړاندې شوه چې پکي دبالاحصار تاريخي څيره او دپيښوپه بهير کې دهغه ارزښت او پايښت ته کتنه شويده. دغه راز په دغه غونډه کې (په هېواد کې دلرغونو ساحو په سروې اوپلټنه کې دکهزاد نقش) دبلي علمي مقالې عنوان ؤ چې دسرمحقق کتاب خان فيضي له خوا وړاندي شوه، په دي مقاله کې ويل شوي دي چې کهزاد په 1309 هـ. ش کال چې له 1930 سره برابريږي ديو فرانسوي پوه پروفيسور هاکن په ملګرتيا دځينو څيړنو او کيندنو لپاره باميانو ته سفر وکړ. دوي په ګډه دبودا د 38 متري مجسمي په ختيځه برخه کې يوه سمڅه کشف کړه چې پکي دبودايي کتابونو ځينې پاڼې په سانسګريټ رسم الخط پرتې وې. ويل کيږي چې د ده په دې کشف سره په واقعيت کې دداسې يوکتابتون پټه ولګيده چې نيټه يې څلورمي- پنځمي مسيحي پيړۍ ته رسيږي.

دغه راز په دغه سيمينار کې دکهزاد (افغانستان دتاريخ په رڼاکې) اثرته دمحقق فريد الله نوري له خوا کتنه هم ځاي شوې وه چې پکي 114 سياسي، مذهبي، تاريخي، جغرافياوي او لرغونې موسيقي په اړوند مقالې راغلي دي، دوريښمو دلاري بشپړه معرفي هم پکي شته او دلوي سکندر دبريدونو څرنګوالی هم پکي څيړل شوی، چې ډير ګټور مالومات لري.

دسمسينار په وروستيو شيبو کې دځينو مقالو دڅرګندونو په اړوند دځينو حاضرينو پوښتني مطرح شوې چې دليکوالو له خوا لازم ځوابونه ورکړي شول او فيصله وشوه چې دسيمينار مقالې دې په يو غونډ کې له ژورې بيا کتني وروسته خپرې شي. دغه سيمينار په يوپريکړه ليک پاي ته ورسيد چې پکې داغوښتنه شويده چې دکابل بالاحصار دې دخپل تاريخي ارزښت پربنانه يوازي له سره جوړ او ورغيږي، بلکي د دفاع وزارت له ولکې دې را ووځي او يوه ملکي سيمه دې وګرځي، دغه راز په دي پريکړه ليک کې دکهزاد په نامه ديوې ادبي جايزې دجوړلو غوښټنه هم شويده، چې هغه بيا دتاریخ او لرغونپوهنې په برخه کې دبکرو  آثارو خاوندانوته ورکړی شی. 

دغونډي په پاې کې دمرحوم علامه زوي همايون کهزاد، دخپلي يوي لنډې وينا په ترڅ کې ددغه سيمينار له جوړونکو څخه مننه څرګنده کړه وي ويل چې دخپل پلار په اړوند ددغه سيمينار محتويات به خپل کورته، چې په امريکا کې دی، په ستنيدو سره له خپل فاميل سره شريکوي.

(دنور محمد سهيم رپوټ)

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha