صفحه اصلی | anis | مقالات | طالبان د ولايتونو او نورو مهمو سيمو دنيولو توان نه لري

طالبان د ولايتونو او نورو مهمو سيمو دنيولو توان نه لري

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

دنړيوالو مرستندويه هېوادود ښووني او روزني وروسته ملي وسله وال پوځ دي توان پيدا کړ چې دناټو ځواکونو، له ګډون پرته دطالبانو او نورو وسله والو مخالفينو په وړاندي له خپل هېواد، او خلکو څخه دفاع وکړي، چې دهمدغه باورله مخي په 2014 م کال کې دناټو او امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه په بيرته وتلو پيل وکړ، امريکا په تيرو 16 کلونو کې له پاکستان سره د تروريزم دله منځه وړلو لپاره دڅلورنيم ميليارده ډالروپه اندازه مالي مرسته وکړه، خو پاکستان نه يوازي داچې د افغانستان په وړاندي يي له دوه مخي سياست څخه کار واخيسته، بلکي د امريکا په وړاندي يي هم له دوه مخي سياست په درلودلو سره د تروريزم دله منځه وړلو په ځاي په پاکستان کې د تروريستانو روزنه پيل وکړه، او دتروريستانو دکورنيو لپاره يي د استوګڼي ځايونه او کورونه هم په واک کې ورکړل،

 اوپه افغانستان کې دجګړي د دوام لمنه پراخه کړه، او ورځ په ورځ يي په ډله ييزه او ځانمرګو بريدونو هم پيل وکړ، او دکابل په ښار او په نورو ولايتونو کې يي دځانمرګو بريدونو په سرته رسولو سره، سختي خونړي او تاريخي دردوونکي پيښي رامنځته کړي، چې دغه پيښي ترننه پوري دوام لري، د افغانستان دولت او خلکو امريکا ته په ښکاره ويلي، چې د تروريستانو ځالي او مرکزونه دپاکستان په خاوره کې دي تروريستان د افغانستان په کليو او بانډو کې نشته دي.

بايد په پاکستان کې خپل پوځي عمليات پيل کړي، خو امريکا دغه کار نه کاوه کله  چې په 2014م کال کې دولسمشر محمد اشرف غني حکومت رامنځته شو، نو پاکستان داسي هڅي پيل کړي چې له يوي مخي په افغانستان کې جګړه په دوامدار حالت کې وساتي او له بلي خوا طالبان وکولاي شي، چې کوم ولايت ته سقوط ورکړي او دطالبانو شوراګاني، افغانستان ته انتقال کړي، چې دپاکستان دغه رنګه ناوړه هڅي تر ننه پوري دوام لري. په افغانستان کې دجګړي دوام ددي لامل شو، چې دسيمي او نورو سترقدرتونه هم دخپلو سياسي او اقتصادي ګټو دترلاسه کولو لپاره په يو ډول نه يو ډول په جګړه کې ښکيل شي او بالآخره د افغانستان جګړي ته يي نيابتي رنګ ورکړ. دنوموړي نيابتي جګړي په اړه ولسمشر محمد اشرف غني دهېواد، دننه اوپه نړيوالو کنفرانسونو کې په ښکاره وويل چې په افغانستان کې يوه نيابتي جګړه پيل شوي ده، او هم تروريزم يوه نړيواله پديده ده، او افغانستان نه شي کولاي چې دنړيوال تروريزم په وړاندي په يوازي ځان وجنګيږي، بايد نړيوال په دغه برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي، او افغان امنيتي ځواکونه پوره تجهيز او اکمال کړي.

په امريکا کې د دونالډ ټرمپ دحکومت په رامنځته کيدلو سره، ولسمشر محمد اشرف غني دخپل ځيرکانه سياست په درلودلو سره امريکا، دناټو غړي هېوادونه او آن نړيواليه ټولنه په دي قانع کړه، چې پاکستان دتروريستانو اصلي ځاله ده اوپه ضديي بايد اقدامات وشي. پاکستان ترننه پوري دولسمشر محمد اشرف غني دڅرګندونو دنړيوالي ټولني په وړاندي هيڅ ځواب نه لري. او نړيواله ټولنه او په ځانګړي توګه امريکا دامني چې پاکستان دنړيوال تروريزم ملاتړي دي. چې دهمدغه دي باور له مخي د امريکا متحده ايالتونو پآکستان دهغو هېوادونو او سيمو په لست کې شامل کړ، چې تروريستانو ته خوندي پټنځايونه ورکوي. داخبره د افغانستان دولسمشر وياند نجيب الله آزاد، دچنګاښ په 28 تمه دچهار شنبي په ورځ په خپله فيسبوک پانه کې اعلان کړه، دغه اعلان په داسي وخت کې وشوه، چې د امريکا دبهرنيو چارو وزارت دترهګري په تړاو په خپل کلني رپوټ کې وويل، چې د طالبانو او حقاني شبکي پټنځايونه په پاکستان کې دي اوله هغه ځايي امريکايي او افغان ځواکونه ګواښي امريکايي چارواکې داخبره هم کوي چې په افغانستان کې په 2016 م کال کې ډير داسي ترهګر بريدونه شوي دي، چې په پاکستان کې حقاني شبکي 5 وسله والو طالبانو او نورو اواپکو ډلو په خپلو پټنځايونو کې پلان کړي وو... اوس امريکا په پاکستان فشار اچولي دي چې خپله پاليسي بدله کړي او دهغو ډلو ملاتړ پريږدي چې امريکا او افغانستان يي دبريدونو مسئول بولي...امريکا دامني، چې طالبان دولايتونو او نورو مهمو سيمو دنيولو توان نه لري ددغه رنګه حالت په شتون کې بياهم امريکا په افغانستان کې دسولي د راوستلو په لاره کې پاکستان يو مهم عنصر ګڼي، او وايي، چې بي غير دپاکستان له برخي اخيستني نه په افغانستان کې سوله نه راځي. په دغه اړه د روان کال دزمري دمياشتي په 2 يمه د دوشنبي په ورځ يوشمير  رسنيو دامريکا دوسله وال پوځ دلوي درستيز جنرال دانفورد، له خولي خبر ورکړ، چې پاکستان د افغانستان دسولي په برخه کې پوره رول لري او پاکستان بايد  دغه رول په ښه توګه ادا کړي. دترهګري پرضد پرتړاو، د امريکا دبهرنيو چارو د وزارت کلني ربوټ په ډيره دقيقه توګه ليکل شوي دي، او ډيرپټ واقعيتونه په کې راڅرګند شوي دي. نود نوموړو واقعيتونو په رڼاکې امريکا ته په کارده چې په افغانستان کې درواني غميزي دپاي ته رسيدلو لپاره په پاکستان باندي د دريم ګړي او يا له بلي هري لاري چې کيږي، زور واچوي چې د افغانستان د دولت سره دسولي دخبرو لپاره او طالبان هم دسولي خبروته چمتو کړي.

سميع الله سميع

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha