صفحه اصلی | anis | مقالات | د رښتينې او عملی ګام په پورته کېدو سره به دسولې له پاره لار هواره شی

د رښتينې او عملی ګام په پورته کېدو سره به دسولې له پاره لار هواره شی

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

زموږ ګران هېواد افغانستان دتاريخ په اوږدوکې د زياتو خونړيو او بدمرغه جګړو سره مخامخ شوي چې په خپل وخت ميړنيو افغانانو د سرښندنو او ميړنتوب له کبله يي بريامندلي او تاريخي پاڼي ورباندي په زرينو کوښو ليکل شوي دي.

همداوجه ده چې دهېواد ميړني بچو دخپلو پلرونو او نيکونوڅخه دميړنتوب د زده کړي له امله اوس مهال ديوي اوږد مهاله جګړي ناخوالوته په پوره حوصله مندي اوږه ورکړي او دهر ډول تيري کونکو بريدونو په وړاندي ديوه او سپنيز ديوال په څير دخپل هېواد دساتني او دفاع په خاطر دهيڅ ډول مرګ  ژوبلي څخه دريغ نه کوي او ددښمن هر ډول شوم پلان ته مناسب ځواب وايي.

هېوادوال چې دجګړي ناخوالي يي زوروي دهری ورځي په تيريدو سره ډاډمن کيږي چې تيري کوونکی جګړه غوښتونکي مخالفي وسله والي ډلي به پدي ونه توانيږي چې په جګړه کې برلاسي ومومي ځکه دبهرنيو پوځي ځواکونو په وتلو سره د ملي وسله وال پوځ ميړنيو سرتيرو دهېواد په ګوټ ګوټ کې دتيري کونکو په وړاندي په يوازيتوب سره وجنګيدل هيځ تيري کونکي ځواک ته يي ددي مجال ورنه کړو چې دهېواد په دننه کې دناستي پاستي اوږد مهاله ځاي ترخپل کنترول لاندي راولي له دي کبله دملي يووالي دحکومت مشران په ټولو نړيوالو غونډوکې په ډاډه زړه او باوري وړانديزونو توانيدلي چې دمرسته کونکو هېواد وملاتړ اوږد مهاله کړي او دي ته يي اړباسي چې دملي وسله وال پوځ نيمګړتياوي پوره اوپه ښوونيزو چارو کې يي زياتوالي راولي.

دغه رازد ملي يووالي دحکومت مشران پدي بريالي شول چې دمرسته کوونکو هېوادو پام دترهګرو ملاتړ او تجهيز ګونکو هېوادوته راوګرځوي څو دترهګرو د راټوکيدو دځاي ذګي دله منځه وړو په هکله غوڅ او عملي کړني ترسره کړي څو دجګړي دراقابوکيدو چاري سمبال او اوږد مهاله غميږي ته دپاي ټکي کښيښودل شي. دي چاري ته درسيدوله پاره زياتي هڅي ترسره شوي چې په پايله کې د امريکا دمتحده ايالاتو جمهور رئيس دونالد ټرامپ خپله پاملرنه په افغانستان کې دجګړي داوږديدو دلامل د پيدا کيدو او دجګړي دلاس ته راوړنو په هکله پوځي سلاکارانو ته لارښوونه وکړه چې دقيقي او ژوري څيړني ترسره او داسي يوه په افغانستان کې ستراتيژي جوړه کړي چې جګړه پاي ته ورسوي او سوله ييزه فضا رامنځ ته شي ځکه دجګړي اوږد مهاله کيدل د انديښني وړګڼل کيږي غوره ده چې په نوي ستراتيژي کې داسي څه را ونغښتل شي چې دسيمي له پاره ګټور او د امريکا دګټو دتامين وړوګرځي. همداوجه وه چې پوځي سلاکارانو دڅومياشتو څيړنو وروسته مناسبه ستراتيژي اعلان کړه چې له امله يي ګاونډي هېوادته لارښوونه وشوه چې دترهګرو سره په ضد مبارزه کې خپل رښتينتوب ثابت کړي او دترهګرو ډلو دملاتړ څخه دي لاس واخلي څو دترهګرو دراټوليدو ځاي ړنګ او دتمويل او تجهيز چاري يي ودرول شي. په همدي توګه را بر بڼډه شوه چي پاکستان دي د دوه مخي سياست څخه لاس واخلي او ترهګرو ته دي د امن ځاي ذګي نه ورکوي ځکه چي معلومه شوي چي تردي دمه پاکستان د دوه مخي سياست څخه کار اخيستي او په پاکستان کي د حقاني شبکي د شتون څخه انکار ناشويني ښکاري ښه به وي چي پاکستاني چارواکي ددي وروسته د نړيوالو په سترګو کي خاوري ورونه شندي او ديوه رښتيني او عملي ګام په پورته کوني سره دي ته لار هواره کړي چي په افغانستان کي سوله رامنځته شي.

لاکن پاکستانی چارواکي د تير په څير د دوه ګوني سياست څخه کار اخلي او په سيمه کي د جګړي د پراخوالي او سختوالي لپاره لاري چاري لټوي کله روسانو سره غوږونه نيږدي کوي او کله بيا د چين، ترکيي او ايران سره ځان ور نيږدي کوي څو په سيمه کي د يوه نوي ايتلاف په رامنځته کيدو سره خپلو ناوړه جګړييزو هڅو ته دوام ورکړي، لاکن زمونږ ولسمشر د ځيرکانه او سنجول شوي پاليسي له مخي پاکستان دی ته اړايستلی چي ددي وروسته په خپلو کړنو کي تغيير راولي او دترهګرو ډلو څخه دخلاصون لاري ولټوي.

ارزښتناکه به وي چي پاکستاني چارواکي چي نړيوالو ورته په بربڼډه توګه روښانه کړه چي د سولي له پاره د رښتينو ګامونو پورته کول به ورته ددي شانس ورکړی چي دګاونډی هېواد سره يې اړيکي پراختيا ومومي او د امريکا د متحده ايالاتو شک په رښتينتوب بدل شي ځکه نور د غولوني وخت تير شوي او هغه څه په بربڼډه توګه رابربڼډ شوي چي پاکستاني چارواکو په پټه د ترهګرو سره کول اوس هيڅ ډول اړيکي چي د ترهګرو سره يي لري پټ نه شي پاتي کيداي نو غوره به وي چي په راتلونکو سوله ييزو خبروکي چي په عمان کي د څلور اړخيزو غونډو بيا پيل ګڼل کيږي پاکستاني چارواکي په خپل ګډون سره رښتيني او عملي ګام پورته کړي څو د سولي له پاره مناسبه او عملي لار هواره شي.

تسل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha