صفحه اصلی | anis | مقالات | نيمګړتياوي شتون لري لاکن درغاوني هڅي يې رواني دي

نيمګړتياوي شتون لري لاکن درغاوني هڅي يې رواني دي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په هېواد کې دجګړييزو ناخوالو دبدمرغه سيوري څخه ښوونيز بهير دسخت زيان سره مخامخ شو ځکه چې ډيري ښوونځي دجګړو پرمهال وسوځيدل او په ځينو ځايونو کې تری دسنګرڅخه دکار اخيستني له کبله په کنډواله بدل شوي دي.

له همدي امله زيات شمير ځوانان د زده کړي د نعمت څخه محروم پاتي شوي او دکډوالي پرمهال يي د ژوند ستونزمنو ستونزو ته اوږه ورکړي وه منلي شو چې دکډوالي پرمهال ډيرو هېوادو د انساني خواخوږي له امله دملګرو ملتو پرمټ ښوونيزي چاروته لاس رسي ومندل شو او يوشمير ماشومانو او تنکي ځوانان چې دزده کړي مستحق و او ښوونيزو چاروته يي دلاس رسي هيله درلوده يولړ آسانتياوي برابري شوي هڅه وشوه چې ښوونکي په مختلفو ښوونځيو کې په لوست ورکونه وګمارل شي څو دکډوالي پرمهال دغه تشه راډکه شي ډيري ښوونکو چې خپلي هېوادني دنده دکډوالي پرمهال هم نه وه هيره کړي دمختلفو ستونزو په ګاللو سره پدي وتوانيدل چې دهېواد زيات شمير بچيان وروزي او دراتلونکي له پاره يي دهېواد خدمت کولو ته وړاندي کړي. بايد وويل شي چې اوس مهال زياتره په کارپوه او په دولتي اداروکې دځينو مسلکي کادرونو شتون ددي ګواهي ورکوي چې دښوونکو هڅي کولي شي ديوه هېواد په آبادي کې تر ټولو زياته برخه دحساب وړوګڼل شي.

اوس چې په هېواد کې دبهرنيو مرستندويه هېوادو دلاس راغزوني را وروسته ښوونځي او روزني ارزښتناکه برخي ته ځانګړي پاملرنه شوي په زياتو سيمو کې ښوونځي ودان شوي او دښوونکو د روزني له پاره زياتي آسانتياوي په پام کې نيول شوي دی  بايد ووايو چې آهسته آهسته دتيرو جګړوييزو کلونو راپاتي شوي وراني ويجاړي درغيدو په حال کې دي تمه کيږي چې دنړيوالو په مرسته به په نيمګړتيا و برلاسي پيدا شي او شته ستونزي به له منځه ولاړي شي.

دمنلو ده چې ښوونيزي چاري مونيمګړي او دستونزو ځالي نه دي ځکه کور ورانی دښمن نه پريږدي چې په هېواد کې دهېواد دپرمختيايي پروګرامونو پروژي په آساني سره تطبيق شي څوو توانيږو په ښوونيز نظام کې دسمسکي د راوستني ترڅنګ دښوونکو د ژوند د آسانتياوله پاره لارهواره شي يقيني ده چې دښوونکي له پاره دعملي لاس ته راوړنو له پاره دشرايطو برابرول به په ټولو ښوونيزو چارو کې بدلون راولي او هېواد به مو د علمي فقر څخه په نيږدي کې خلاصون ومومي.

لاکن ددي ټولو جګړييزو ستونزو سره سره چې هېواد ورسره ملګري دي دملي يووالي دحکومت چارواکې پدي لټه کې دي چې دښوونيزو چارو دسمبالښت له پاره هغه لارولټوي چې دنړي دپرمختيايي هېواد وترڅنګ مورسولي شي. ددي اراده او هيله شتون لري چې تيري ښوونيزي نيمګړتياوي له منځه لاړي شي او دزده کړي بهير داسي تنظيم شي چې په لږه موده کې ډيري لاس ته راوړني ولرو. ددي کار له پاره دمختلفو لارو څخه په کار اخيستني سره هڅه کيږي چې دنړيوالو په مرسته دمسلکي ښوونکو په روزنه کې زياتوالي راشي او علمي سويي کچه لوړه شي پدي کار کې يوشمير هېوادونو دمرستي ټټر ډبولي او همدا اوس په زياتو پرمختللو هېوادو کې مو يوشمير ښوونکي داوسني عصر دعلمي تکنالوژي په زده کړه بوخت دي چې دهري ورځي په تيريدو سره يي په شمير کې زياتوالي راځي چې دابهير به دښوونځيو په علمي برخه کې ښي لاس ته راوړني ترلاسه کړي او د زده کوونکو په زده کړه کې به د زده کړي نوي څپه را پرانيږي.

هيله ده چې هېوادوال دهېواد په ټولو سيمو کې دخپلو اولادونو په روزنه کې دښوونيز بهير په لاسمبالښت کې مرسته وکړي او دښوونيزو چارو په وړاندي د پردي پالو دخڼډونو د را پيدا کيدو مخه ونيسي. څو هېواد مو د نورو هېوادو د اړتيا څخه وژغورل شي او دپرمختګ په لور مو اوږد مهاله لار را لڼډه شي. 

ع. متین

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha