صفحه اصلی | anis | مقالات | د جګړي د پراخوالي دمخنيوي له پاره دګړندي ګامونو پورته کول اړين دي

د جګړي د پراخوالي دمخنيوي له پاره دګړندي ګامونو پورته کول اړين دي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

پدي ورځو کې ډله ييزو رسنيو خپله پاملرنه د امريکا دمتحده ايالاتو دجمهور رئيس هغه ستراتيژي ته راګرځولي چې په افغانستان کې د رواني جګړي په هکله به يي اعلان کړي ډيري شنونکي دخپلو څرګندونو پرمهال زموږ په هېواد کې دجګړي دڅيړنيز بهيرله امله پدي تمه دي چې د امريکا پوځي چارواکې به دتيرو جګړييزو کلونو دښو او ناښو څخه زياته تجربه ترلاسه کړي وي کيداي شي چې په نوي ستراتيژي کې د نيمګړتياو درغاوني په هکله داسي څه ور زيات شي چې روانه جګړه دهري ورځي زياتيدونکي غميزي څخه دسوکالي په لور روانه کړي او پدي وتوانيږي چې زموږ مظلوم او دجګړي دناخوالو څخه زوريدونکي هېوادوال دتل له پاره وژغورل شي او هغه څه ته دخونديتوب لار هواره کړي چې په تيرو څو کلونو کې ترلاسه شوي دي.

 دا خبره اړينه او ارزښت ناکه ده چې دجګړي دپراخوالي او سختوالي د مخنيوي چاري پکښي راو نه نغښتل شي نو مخالفي وسله والي ډلي زموږ دستراتيژيکو ملګرو دځڼډيدو نکو ژمنو او د رواني جګړي په وړاندي دنندارچيانو په څير کتنه به ددي سبب شي چې دمخالفو هڅي نوري هم ګړندي او پراختيا ومومي ځکه چې پوځي کارپوهان پدي پوهيږي چې دښمن په ډيره ځيرکتيا او هوښياري سره دجګړي ټول اړخونه څاري او دهغي تشي څخه ګټه پورته کوي چې لاس ته راوړني ولري. د ډيروخت راهيسي چې په امريکا کی نوي واکمني واکي ترلاسه کړي د افغانستان دپوځي ماموريت په هکله ډول ډول څرګندوني اوريدل کيږي کله دسرتيرو د زياتوالي خبر خپريږي او کله بيا دستراتيژي ترمعلوميدو پوري چاري ځڼډني بولي هرهغه څه چې هېوادوالو ته دپام وړاولومړيتوب لري د رواني خونړي جګړي په وړاندي دچټکو او غوڅو پريکړو عملي کيدل دي ځکه ځمکه هغه ګرمه وي چې اور ورباندي بل وي زموږ خلک د دجګړي په بټي کې ژوند کوي دهري ورځي په تيريدو  سره مکار دښمن جګړه پراخه وي او دهيڅ ډول غير اسلامي او انساني عمل څخه دريغ نه کوي کله دبي ګناه ملکي خلکو په ډله ييزه وژنه لاس پوري کوي او کله په جوماتونو کې يومخيزه مرګ  ژوبله رامنځ ته کوي چې له امله يي دوير لمن پراخيږي او امنيتي ګواښووني پراختيا مومي. نوتمه کيږي چې نړيواله ټولنه زموږ په هېواد کې دجګړو دناوړه ناورينونو په ليدو سره بي تفاوته پاتي نه شي او په وړاندي يي د انساني خواخوږي له مخي خپله پاملرنه راوګرځوي او په هغو پلټنو دي پيل وکړي چې جګړه له کومي خواتمويليږي او دپراختيا له پاره يي وسله والي ډلي دښوونيزو چارو وروسته چيري ليږل کيږي. پرځاي به وي چې د امريکا دمتحده ايالاتو مسؤل چارواکې په روانه جګړه کې را پيدا شوي سکوت مات کړي او په ګړندي توګه په هغو عملي لارو چارو کارپيل کړي چې دجګړې دلاپسي اوږد مهاله کيدو په مخنيوي کې ښي لاس ته راوړني ولري. باوري يو که پاملرنه په همدي توګه وي چې ځيني چارواکې په شخصي امنيتي کمپنيو په راليږنه ټينګار  کوي او ځيني بيا دنورو لارو په لټون بوخت دي غوره به وي چې دتجربي له مخي پريکړي ترسره شي او په عملي کيدوکې يي دهيڅ ډول چټکو هڅو څخه دريغ ونه شي ځکه چې دهېوادوالو دويرجن زغم کاسه ډکه شوي او دويرجن حالات دمخنيوي له پاره د انساني خواخوږي له مخي ګړندي او عملي ګامونه پورته کيدوته هيله من دي.څو وتوانيږي په هېواد کې د رواني جګړي دپراخيدونکو لارو په مخنيوي کې ښي لاس ته راوړني ترلاسه شي او دجګړي د راټوکيدو اوزيږيدو دځاي ذګي دله منځه وړو ترڅنګ دجګړه مارو ملاتړي پدي وپوهوي چې دترهګرو دتمويل او تجهيز څخه لاس واخلي او نور په سيمه کې دجګړي اورته لمن ونه وهي.

ع- متين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha