صفحه اصلی | anis | مقالات | دترهګرو دملاتړ کوونکو سره غوڅ چلند پکار دي نه دوه مخي سياست

دترهګرو دملاتړ کوونکو سره غوڅ چلند پکار دي نه دوه مخي سياست

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

زموږ په هېواد کې روانه اوږد مهاله جګړه چې دتمويل او تجهيز چاري يي دګاونډيو هېوادوله خوا سمبالښت مومي ورځ تربلي نوي بڼه غوره کوي او په جګړييزو ناخوالو کې زياتوالي راولي. تمه کيده چې د امريکا نوي واکمني به درواني ستونزمني جګړي دپاي ته رسيدو چاري ګړندي کړي او په هغو لارو به ګړندي او هر اړخيزغور وکړي چې تمويل کوونکی دجګړي دسختوالي او پراخوالي په لټون بوخت دي. لاکن تردي دمه يوازي او يوازي د ډاډ او ژمنو خبري اتري اوريدل کيږي هغه ګام لا دسپيني ماڼي واکمنانو نه دي پورته کړي چې دناعلام شوي جګړي ملاتړي او تمويل کوونکو ته په زغرده ووايي چې دترهګرو د ملاتړ څخه لاس واخلي.

کله کله د امريکا دځينو مسؤلو چارواکو له خولي راڅرګنديږي چې پاکستان دي دترهګرييزو ډلو په وړاندي خپل چلند تبديل او دترهګرو پټن ځايونه دي له منخه يووسي لاکن پاکستاني چارواکې دتل په څير دا ډول خبري اتري بي بنسټه ګڼي او د خپل بام و اوره دنورو په بام غورځوي پټه نه ده چې ترهګري ډلي په پاکستان کې دپوځي ښووني او روزني وروسته زموږ هېوادته دمرګ  ژوبلي له پاره راليږل کيږي. په همدي ډول د ايران او روسانو دلاس وهني په هکله هم انګازي خپري شوي دترهګرو دپټن ځايونو په هکله  دپاکستاني چارواکو سره هر اړخيزي خبري شوي خو دپټن ځايونو دله منځه تلو له پاره پاکستان عملي  ګام نه دي پورته کړي اوس چې په سپينه ماڼي کې کله کله د افغانستان دجګړي په هکله خبري اتري راپورته کيږي بياهم په زغرده او بربڼډه توګه پاکستاني لوري ته ګوت څڼډنه نه ده شوي يوازي او يوازي پدي بسنه شوي چې پاکستان دي دترهګرو سره اړيکي وشلوي چې دا ډول لارښوونکي وينا دپاکستان په غوږ وښه نه لګيږي ښه او پرځاي به وي چې زموږ سره په جګړه کې ښکيل هېوادونه چې دسرتيرو وينه يي دلته بهيدلي رڼي او غوڅي خبري ترسره کړي او دهغه چاپه وړاندي رښتيني ګامونه واخلي چې دلته په افغانستان کې يي ورله سرتيري وژلي او اوس دجګړي د پراخوالي له پاره نورو هېوادوته لاس ورغزوي چې د ملي وسله وال پوځ ترڅنګ دغوڅ ملاتړ ترعنواني لاندي بهرنيو پوځي ځواکونو له پاره نوري ستونزوي وزيږوي. ښه به وي چې زموږ ستراتيژيک ملګري دتير په څير د رواني جګړي په ناخوالو او زياتيدونکو غميزو ځانونه نانګاره نه کړي او په خپلو پاليسيو کې بدلون راولي ځکه اوس دترهګرو ډلو دتمويل او تجهيز له پاره دپاکستان دلالي ورځ تربلي پراختيا مومي او جګړه لاپسي پراخوي ليدل کيږي چې دلاس وهونکو هېوادو پټه ملاتړي اوس را بربڼډه شوي او د امريکا دبهرنيو چارو وزير ډاګيزه کړه چې د طالبانو سره د ايران پوځي مرستي او دښوونيزو چارو سمبالښت به په سيمه کې تاوتريخوالي زيات کړي او جګړه به اوږ دمهاله شي. هيله ده چې د امريکا پوځي سلاکاران زمونږ دويرجن هېواد جګړييز بهير په چټکي سره وڅيړي او دجګړي د راټوکيدو دبنسټيزو جرړو دوچيدوله پاره ګړندي ګامونه واخلي ترڅو جګړه راقابو او د زياتو غميزو دپراخوالي څخه خلاصون ترلاسه کړو اړينه ده چې دامريکا په نوي سيمه ييزي ستراتيژي کې تيري نيمګړتياوي ورغاول شي او د دوه مخي سياست پرځاي هغه هېوادونه پرخپل ځاي کښينوي چې دترهګرو د زيږيدو فابريکي يي جوړي کړي دي.

په همدي توګه ويلي شو چې زمونږ دملي وسله وال پوځ په سمبالښت کې ترسره شوي ژمني بسنه نه کوي غوره ده چې دپياوړتيا په هکله يي ګړندي او عملي ګامونه پورته شي ځکه مکار دښمن دهري ورځي په تيريدو سره دهېواد په مختلفو سيمو کې ترهګرييزو فعاليتونو ته دوام ورکوي او امنيتي ګواښووني زياتوي مناسبه ده چې دهوايي ځواک په تمويل او تجهيز کې رواني هڅي چټکي شي او دغه تشه ژر تر ژره راډکه شي ځکه دهېواد دښمنان دسولي وړاندوينو ته ارزښت نه ورکوي تل يي دجګړي په دوام ټينګار کړي او دهغو لارو په لټون بوخت دي چې دمرګ  ژوبلي کچه پکښي زياتوالي مومي. خو که زموږ په امنيتي چاروکې مرسته کوونکي هېوادونه خپله ځانګړي پاملرنه راوګرځوي شوني ده چې ددښمن هر ډول تيري کوونکي بريدونه به په خپل وخت شڼډشي او دزياتي مرګ ژوبلي مخنيوي به شوي وي. هڅه وکړي چې دملي وسله وال پوځ ليکي پياوړي او پوځي تجهيزات يي سمبال ترڅو دجګړي پرمهال دستونزو سره مخامخ نه شي.

ع- متين

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha