صفحه اصلی | anis | مقالات | دهېواد امنيتي ځواکونه دي دتروريزم په وړاندي خپل منظم پلان عملي کړي

دهېواد امنيتي ځواکونه دي دتروريزم په وړاندي خپل منظم پلان عملي کړي

بروز شده
اندازه حروف Decrease font Enlarge font

اوس ددي وخت را رسيدلي دي چې تروريزم او ترهګري بايد وځپل شي ځکه دايو ناوړه نړيواله پديده ده چې پوله او سرحديي نه پيژني او دنړي په هرګوټ کې کله نا کله سر راپورته کوي. په دي وروستيو کې په پاړ اچنار کې تروريستي بريد، دلندن په ويسمنيسټر سيمه کې چاودنه دپاريس دشارلي آبډو دمجلي په دفتر تروريستي بريد او دا ډول ډيري نوري نموني او بيلګي شته چې دا په اثبات رسوي چې تروريزم، تروريزم دي، ښه او بد نه لري خو دنړۍ ترټولو هېوادونو څخه افغانستان هغه هېواد دي چې ددي ناوړه پديدي قرباني شويدي.

اوس د افغانستان او نړۍ خلک ښه پوهيږي چې دتروريزم او ترهګري پټن ځايونه چيرته او مالي سرچيني يي څوک ورکوي؟

ښکاره خبره ده چې دسيمي دهېوادونو په تيره بيا دپاکستان له خوانه تجهيز او تمويليږي او بيايي دورانکارۍ لپاره افغانستان او دنړۍ نورو هېوادونو ته صادر وي.

دلته زمونږ بحث دتروريستي فعاليتونو په مخنيوي ده چې زمونږ دفاعي او امنيتي ځواکونه څنګه کولاي شي ددي ناوړي پديدي په وړاندي خپل پلانونه په منظم او سيستماتيک ډول عملي کړي؟

دهېواد جمهور رئيس هم څو واري په داخلي او نړيوالو غونډو او ناستو کې هم خپلي ويناوي اورولي او ويلي دي چې د تروريزم سره په مبارزه کې هيڅ ابهام او شک نشته او هرڅوک چې دهېواد دملي ګټو پرضد وسله پورته کوي بايد وځپل شي ځکه تروريزم او ترهګري نه يوازي افغانستان او سيمي ته بلکي نړۍ ته يي هم سترګواښ او خطر هم رامنځ ته کړي.

پوره باور او يقين لروکه د افغانستان اسلامي دولت په تيره بيا د امنيت شورا د امريکا د متحده ايالاتو سره دستراتيژيک تړون په رڼاکې چې د 1392 کال دميزان په 8 مه په کابل کې  د امريکا دوخت دسفير جيمز کنهګم او د امنيت دشورا دمشر محمد حنيف اتمر ترمنځ د تروريزم سره مبارزي او د افغانستان د امنيت تامين او دسولي د راوستلو په برخه کې لاسليک شو عملي او پروخت ګام پورته کړي، او نړيوالي ټولني په تيره بيا متحده ايالاتو ته قناعت ورکړي چې دسيمي پرهېواد پاکستان چې تروريزم اصلي ملاتړ کونکي ګڼل کيږي لازم فشار راوړي ترڅو دتروريزم څخه لاس واخلي او په نړيواله سطحه يي ګوښي او منزوي کړي نو، نه يوازي افغانستان او سيمه بلکي نړۍ به هم له شره خلاصه شي.

ناصرشاه سرحدي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha