د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د وروستیو تروریستی بریدونو په اړه د جمهوررییس محمداشرف غنی پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
معززو هېوادوالو، درنو خويندو او وروڼو!
د سلام په وړاندې کولو سره ستاسو د سلامتيا دعا کوم.
خدای تعالی مو هم له کرونا وبا او هم د تروريستانو له بريدونو او وحشتونو څخه په خپل امان کې وساته، ځکه چې طالبانو ډلې په دې وروستيو کې د سولې لپاره چې الهي امر دی زموږ د نېک نېت ښودلو، د اوربند لپاره د ملت، حکومت او نړيوالې ټولنې د…
ادامه مطلب ...