روزنامه هیواد
مرور رده

سرلیکنه

د راروانو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ وړاندیز او بېلابېل دریځونه!

د لوېديځو رسنيو هغه رپوټ،چې ګنې امريكا د افغانستان د ولسمشريزو ټاكنو د ځنډېدا په اړه غور كوي،بېلابېل حساسيتونه را پارولي دي، افغان حكومت يې مخالفت كړى او يو شمېر سياسيون يې د ملي پخلاينې د تحقق په شرط ښه وړانديز ګڼي. ويل کېږي چې د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ولسمشر اشرف غني ته وړانديز کړى چې انتخابات…
ادامه مطلب ...

را روانې ولسمشریزې ټاکنې، د ملت او حکومت دندې

په افغانستان كې د برحاله جمهوري نظام قانوني دوره اته مياشتې پاتې ده، يعنې ولسمشر محمد اشرف غني اته مياشتې نور د ولسمشرۍ قانوني حق لري او وروسته به له سره ولسمشريزې ټاكنې كېږي او د نوي ولسمشر په ټاكلو سره به د دغه نظام اوسنۍ دوره پاى مومي. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون اعلام کړى چې د جمهوري رياست انتخابات به د ۱۳۹۸ لمريز کال د وري يا حمل…
ادامه مطلب ...

د ټاکنو لپاره پوره تیارى نیول شوى

  په پام كې دي ،چې د راتلونكې شنبې په ورځ په افغانستان كې پارلماني ټاكنې وشي. د دغو ټاكنو لپاره پراخ تيارى نيول شوى. هم ولس په ټاكنو كې د پراخ ګډون لپاره تيار دى او هم له نړيوالې ټولنې سره د افغان حكومت ژمنه دا ده،چې د روانې تلې مياشتې په ۲۸ مه دشنبې په ورځ به پارلماني ټاكنې وشي. د ټاكنو كمېسيون هم وايي ، چې د ټاکنو ټول حساس او غير حساس وسايل او…
ادامه مطلب ...

د بلک واټر له مشر سره د ملی گټو پرضد افغان معامله ګر

د راپورونو له مخې، د بلک واټر امنيتي خصوصي امريكايي شرکت رييس اريک پرينس كابل ته راغلى او د نظام او په تېره بيا يې د ولسمشر غني له يو شمېر سياسي مخالفانو سره پټې کتنې کړې دي. په دې اړه امريكايي ورځپاڼې نيويارك ټايمز خبر خپور كړى او وايي، اريک پرينس، چې هڅه کوي د افغانستان جګړه په قرارداد واخلي او د افغانستان کانونه استخراج کړي، په داسې حال کې د…
ادامه مطلب ...