روزنامه هیواد
مرور رده

اقتصاد

باختر هوایی شرکت یو ځل بیا خپلې الوتنې پیلوی

د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی ،چې د باختر هوایی شرکت ازمایښتی الوتنې پیل شوې دی.د یادې ادارې په خبره د دې شرکت الوتکو وړمه ورځ له کابل څخه کندهار ، هرات او مزارشریف ته الوتنې وکړې.د نوموړی ادارې پر وینا دغه شرکت په تیرو دوه لسیزو کې منحل شوی و او اوس د کورنی ترانسپورت بازار ته داخل شوی.د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی، چې د دې
ادامه مطلب ...

نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوی

نړیوال بانک له افغانستان سره د اقتصادی ځان بسیاینې په موخه د ۱۰۰ میلیونه ډالر مرستې اعلام کړی دی.په افغانستان کې د نړیوال بانک مطبوعاتی دفتر له لوری خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلی، دغه بانک په افغانستان کې د مالی سکتور د ثبات او له کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر تازه مالی مرسته اعلاموی.دا مرسته په داسې حال کې تصویب
ادامه مطلب ...

د نیمروز د پنبې سږنی حاصل به د تېر په پرتله ۱۰ برابره زیات وی

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایی، چې روان کال کې به د نیمروز د پنبې حاصلات تر ۵ زره ټنو ورسېږی او سږنی حاصلات به د تېرکال په پرتله لس برابره زیات وی.د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ویلی، چې تېرکال په یاد ولایت کې ۵۶۰ ټنه پنبه ترلاسه شوې وه.سرچینه وایی ، په یاد ولایت کې تر ډېره عام خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دی او له همدې لارې د
ادامه مطلب ...

د ټاپی پروژې د ژر بشپړېدو هڅې

د پاکستان ولسمشر عارف علوی له خپل ترکمن ساری قربان قُلی بیردی محمدوف سره په تلېفونی خبرو کې د ټاپی پروژې د ژر بشپړېدو غوښتنه وکړه. د پاکستان ولسمشر عارف علوی له خپل ترکمن ساری قربان قُلی بیردی محمدوف سره په تلېفونی خبرو کې د ټاپی پروژې د ژر بشپړېدو غوښتنه وکړه. ده وویل: دا پروژه به د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا ډېرې پیاوړې
ادامه مطلب ...