روزنامه هیواد

سترو پانګونو ته چمتو دى د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړمه ورځ غرمه مهال په جده ښار کې په خپل استوګنځاى کې د سعودی عربستان د سوداګرۍ وزیر ډاکټر ماجد بن عبدالله اقصبی سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانی صادراتو، د افغانستان د اقتصادی او سوداګریزې ودې، د برېښنا د تولید او کانونو  د رااېستلو برخو کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررییس غنی په افغانستان کې د پانګونې او سوداګریزو فرصتونو ته په اشارې وویل د آسیا د څلور لارې په توګه افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادی همکاریو په برخه کې ځانګړى ارزښت لری او په دې برخه کې یې د سعودی عربستان رول او همکارۍ هم مهمې وبللې. د سعودی عربستان د سوداګرۍ وزیر جمهوررییس غنی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د سعودی پادشاه او شهزاده ولیعهد ورته له افغانستان سره د سوداګری، صادراتو، پانګونې او نورو برخو کې د مرستې او همکارۍ لارښوونې وکړې. نوموړی ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د پانګونې، اقتصادی او سوداګریزې ودې په موخه به د افغانستان حکومت سره  په ګډه د مهمو پروژو پلان ترتیب او په ګډه عملی کړی.جمهوررییس غنی د سعودی عربستان د سوداګرۍ وزیر څخه په مننې وویل، له سعودی عربستان سره دوستانه اړیکې او هراړخیزې همکارۍ زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لری او افغانستان د سعودی عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو او پراخو همکاریو غوښتونکی دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید