روزنامه هیواد

د افغانستان په اړه د امریکا پر دریځ د مایک پامپیو ټینګار

امریکا یو وار بیا د افغانستان مسئلې ته د ډیپلوماتیکې حل لارې په لټولو او له دغه ځایه د ترورېستانو پر نه استفادې ټینګار وکړ.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وړمه ورځ یکشنبه په استرالیا کې و او هلته یې د افغانستان په اړه د امریکا له دریځه بیا یادونه وکړه.

ده وویل: د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ واضح کړه چې غواړی یو ډیپلوماتیکه حل لاره پیدا کړو، چې په مټ یې موږ په دغه هېواد (افغانستان) کې خپلې منابع (پوځی حضور) کم کړو او هم په یو وخت دا ډاډ حاصل شی چې افغانستان هېڅ کله بیا په یوه داسې ځای نه بدلېږی چې ترهګر ورنه پر امریکا برید ترسره کړای شی.

امریکا مخکې له دې ویلی، غواړی چې په افغانستان کې خپله اتلس کلنه اوږده جګړه پای ته ورسوی او افغانان د دغه هېواد په سیاسی راتلونکی سره جوړ راشی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی پامپیو د استرالیا په سیډنی کې د افغانستان په اړه د خپل هېواد دریځ داسې وخت بیا یاد کړ چې له هغه ځایه زرګونه کیلومتره (۱۲۰۰۰ کیلومتره) لرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د سولې لپاره د ده خاص استازی زلمی خلیلزاد او ټیم یې له طالبانو سره په اتم پړاو خبرو بوخت دی. د خلیلزاد او طالبانو خبرې له شنبې پیل شوې او دا وار دواړه لوری یوه تړون ته د رسېدو هیله مندی ښیی.دوحې ته د امریکا غږ یوه ورغلی خبریال ایوب خاورین وړم ماښام ازادۍ راډیو ته وویل چې د طالبانو له لوری د عبدالغنی برادر او د امریکا له لوری د زلمی خلیلزاد په مشرۍ په دوحه کې د یکشنبې د ورځې غونډه د مازیګر په پنځو بجو پیل او تر اتو بجو یې دوام وکړ.هغه وویل، د طالبانو او امریکایانو خبرې خورا مهمې ښکاری او دواړه لوریو ویلی چې ښایی تړون وکړی.دی وایی: دلته د ډیپلوماتیک کلب په نوم د قطر په یوه دولتی مېلمستون کې خبرې روانې دی، موږ پوښتنه وکړه او راته ویې ویل چې د یوې اوونۍ لپاره دا ځای د خبرو لپاره نیول شوی، خو ممکن وغځېږی، عمومی فکر دا دی چې د دې اوونۍ په جریان کې دا خبرې پای ته ورسېږی او ډېر امکان یې شته چې هوکړې ته هم سره ورسېږی.

په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد شنبه په خپل ټوېټر ویلی وو چې یوې ښې هوکړې ته چمتو یوو او طالبانو هم ښکاره کړې چې غواړی هوکړه نهایی شی.همدا اوس دوحې ته راورسېدم چې د طالبانو سره خبرې بیا پیل کړم. موږ د سولې یوه داسې هوکړه غواړو چې له مخه یې د ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شی. په افغانستان کې زموږ شتون د شرایطو له مخې دی او وتل به مو هم شرایطو ته په کتو وی.طالبانو داسې اشارې ښوودلې چې غواړی هوکړه نهایی شی. موږ یوې ښې هوکړې ته چمتو یوو.​د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین په شنبه ټوېټ کړی و چې که تړون نهایی شی، بهرنی پوځیان به وځی او له مخې به یې له افغان لوری سره خبرو ته لار خلاصه شی.نن مو مذاکرات پیل کړل ممکن څو ورځی جریان پیدا کړی.که توافق نامه نهایی شی نو له مخې به یې په ټاکلې موده کې ټول بهرنی پوځونه له افغانستان څخه وزی او هم به له افغانی جهتونو سره مذاکراتو ته لاره خلاصه شی.د دوحې غونډې ته یوه ورغلی خبریال او لیکوال سمېع یوسفزی بیا یکشنبه ماښام ویلی چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ لا هم ځینی مسایل نه دی هوار شوی او نه شی ویلی چې حتماً به تړون نهایی کېږی.ده زیاته کړه: امریکایان دا وایی چې د اوربند خبره قوی کړئ، یا هغو سیمو نه چې امریکایان وځی اوربند قایم کړئ او یا د امریکایی قواوو د وتلو په صورت کې جګړې ته شدت ورنه کړئ، خو طالبان اوس هم دا وایی چې د عمومی اوربند خبره به موږ هغه وخت عملی کوو چې د افغان حکومت سره د خبرو مېکانېزم معلوم او یو څه پرمختګ وشی، چې موږ مطمین شو چې له خبرو یو څه جوړېږی، د خبرو نه وړاندې داسې خوشبینی رامنځته شوې وه چې دا وار خبرې به نهایی وی خو تر اوسه پورې سړى نه شی ویلى چې له دې خبرو به حتماً یوه نتیجه راوځی او په دغه دوره کې به نهایی کېږی.د زلمی خلیلزاد په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو مرکچی پلاوی په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په تړاو له طالبانو سره له شااوخوا نهو میاشتو راهیسې څو وارې لیدلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید