روزنامه هیواد

د سولې د ولسی حرکت غړی هم د قطر په بىن‌الافغانی غونډه کې برخه اخلی

د سولې د ولسی حرکت غړی چې له تېر ىوه کال راهىسې د افغانستان بېلابېلو سىمو ته تللی او له خلکو سره‌یې کتلی، اوس د قطر په غونډه کې ګډون کوی.د دغه حرکت مسوول اقبال خېبر وایی، د قطر په غونډه کې به دواړو غاړو ته د افغانستان ریښتىنى انځور وړاندې او د افغانستان له خلکو راټولې شوې مشورې به شرىکې کړی.ښاغلی خېبر د سی شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وىلی:(( زموږ پرېکړه دا ده چې د قطر په غونډه کې برخه اخلو د خلکو مشورې او د دوى غوښتنې مو د سولې د ولسی حرکت غړی هم د قطر په بىن‌الافغانی غونډه کې برخه اخلی راټولې کړې دی او ان‌شاءالله په‌دې غونډه کې به د افغانستان ریښتىنى تصوىر هلته وړاندې کړو، د دواړو لورو ترمنځ به نږدېوالى رامنځته کړو، د دوى ترمنځ به بدبىنی راکمه کړو او د دوى د کلىو او سىمو بده ورځ به ورته تشرېح کړو.))د سولې ولسی حرکت تېر لمرىز کال د حمل په درېیمه نېټه وروسته له هغې رامنځته شو چې په هلمند کې په خونړۍ انتحاری حمله کې ملکىانو ته مرګ ژوبله واوښته.وروسته د ىاد حرکت غړی له هلمنده پلی کابل ته راغلل، د ىو شمېر بهرنىو سفارتونو مخې ته‌ىې پرلت وواهه او له شااوخوا دوو مىاشتو وروسته لوڅې پښې او پلی بلخ ولاىت ته ولاړل.د دوى پىغام هر ځاى ته په رسېدو دا و چې په افغانستان کې جګړه د پردىو د ګټو لپاره روانه ده او قربانی ىې افغانان دی.د سولې ولسی حرکت غړی وایی، په کلىو، جوماتونو او ښوونځىو کې  مو د سولې لپاره له خلکو، قومی سپین‌‎ږىرو او ښوونکو سره غونډې درلودې او د سولې په اړه‌یې د دوى نظرىات اورېدلی او د قطر په غونډه کې به‌یې شرىک کړی.خو د دغه حرکت ىو شمېر غړو په‌دې وروستىو کې په ننګرهار ولاىت کې د خپلو فعالىتونو په لړ کې دوې ورځې د نه‌خوړلو اعتصاب وکړ او د اعتصاب لامل‌ىې هم دا و چې د جګړې ښکېلې خواوې د دوى غوښتنو ته غوږ نه‌نىسی.د افغانستان د عمل ولسی ټولنې ریىس ګل آغا حسنی د قطر په غونډه کې د سولې د ولسی حرکت د غړو ګډون مهم بولی، خو وایی دوى باىد په‌دې غونډه کې د افغان سىاسىونو تر تاثىر لاندې رانه‌شی.دى وایی:(( که د جګړې ښکېل اړخونه هلته موجود وی، نو د سولې د ولسی حرکت د غړو تګ هلته ډېر مهم دى، ځکه دوى به هلته د افغانستان د تورو حالاتو ریښتىنى تمثىل وکړاى شی، خو که هلته ىو اړخ موجود وی او د دغه حرکت غړی د سىاسىونو تر تاثىر لاندې راغلل، نو خداى مه‌کړه هلې ځلې به‌یې هېڅ شی او بىا د دوى ګډون له سولې سره هېڅ مرسته نه‌شی کولاى.))د ىادولو وړ ده چې د قطر په راتلونکې غونډه کې د افغان سىاسىونو تر څنګ د حکومت ىو شمېر استازی له طالبانو سره په خبرو کې برخه اخلی.که څه هم وړاندې وىل کېدل چې دا غونډه د روانې اپرېل مىاشتې په ۱۴مې او ۱۵مې جوړېږی، خو د افغانستان د سولې عالی شورا د دارالانشاء ریىس محمد عمر داوودزی وىلی چې نن د چهارشنبې په ورځ به‌ىې وروستۍ نېټه په ډاګه شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید