روزنامه هیواد

۸۲۰۰ ټوکه کتابونه د لغمان د پوهنې ریاست او ځینو کتابونونوته وسپارل شول 

په لغمان کې یو شمېر ځوانانو په رضاکارانه ډول راټول شوی شاوخوا ۸۰۰۰ ټوکه کتابونه د پوهنې ریاست او ځینو کتابتونونو ته وسپارل په همدې موخه د ثور په ۲۱ په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې ځانګړی مراسم نیول شوی و،چې پکې د لغمان پر والی ښاغلی محمد آصف ننګ سربېره، دولایتی شورا منشی ظاهر حسین خېل، د اطلاعات او فرهنګ رئیس فیضان الله پټان، او دپوهنې رییس عبدالله حمیدی، (د کتاب ورکړه، د رسالت ادا کولو) خوځښت مشر استاد شمس الرحمن حبیب او ملګری یې، دلغمان پوهنتون استادانو، دمدنی ټولنو استازو، ژورنالېستانو، مېرمنو او ځوانانو ګډون کړی وو.لومړی د کتاب ورکړه، د رسالت ادا کولو خوځښت مشر شمس الرحمن حبیب ټولو ګډنوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د لغمان والی څخه مننه وکړه، چې په یاده غونډه کې یې ګډون وکړ.نوموړی وویل، خوشحاله یو، چې د دوومیاشتو لاسته راوړنې له خپلو ولسونو سره شریکوو.ده وویل د کتاب ورکړه، د رسالت داد کولو په دوه میاشتنی کمپاین کې ټول ۸۲۰۰ کتابونه، چې ۶۵۰۰ یې د پوهنې ریاست لپاره، ۱۲۰۰ یې د لغمان د عامه کتابتون لپاره او ۵۰۰ یې د لغمان پوهنتون لپاره ځانګړی شوی راټول کړی.حبیب په دغه حرکت کې له ورسره ملګرو مننه وکړه، چې په یاد کمپاین کې یې ورسره برخه واخیستله او کمپاین یې په کامیابۍ ترسره کړ.ورپسې د لغمان والی ښاغلی محمد آصف ننګ لومړی د غونډې ګډونوالو ته د کتاب د اوونۍ د مبارکۍ ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې په   داسې سترو او ښې راتولیدنې ترسره کیږی.هغه د ځوانانو د کتاب راټولونې طرحه د ستاینې وړ وبلله او دا یې د نورو ولایتونو په پرتله بې ساری اقدام یاد کړ، چې په پایله کې تر ۸۲۰۰ ټوکو بېلابېل کتابونه راټول شوی.ننګ د یاد خوځښت له ټولو همکارنو غوښتنه وکړه، چې د نورو کتابونو په راټولو کې مرسته وکړی او دا سنت ژوندى وساتی، ترڅو په راتلوونکو کلونو کې یاد کمپاین لا په ښه شکل ترسره شی.ښاغلی ننګ وویل الله ج د قلم په ارزښت او هغه څه، چې په قلم لیکل کیږی قسم یاد کړی.والی ننګ زیاته کړه ځوانانو ته دا ډول فکر ورکول کولاى شی، چې ټولنه او هېواد د پرمختګ په لورې راهی کړی.هغه د کتاب ورکړه، د رسالت ادا کولو د خوځښت مشر استاد شمس الرحمن حبیب او له همکارانو یې مننه وکړه، چې یو لوى او د خیر کار یې ترسره کړ.په ورته مهال د ولایتی شورا منشی حاجی ظاهر حسین خېل وویل، لغمان د قلم، پوهې، علم او ادب کور دی او نن دې ځوانانو دا ثابته کړه، چې لغمان رښتیا هم د علم او ادب کور دى.هغه زیاته کړه، کتاب او قلم د پرمختګ لوی نښان دی، هغه خلک، چې قلم، علم، ادب او تعلیم نه لری هغوى په نشت حساب دی.حسین خېل له استاد شمس الرحمن حبیب او له همکارانو یې مننه وکړه، چې دا نېک فرهنګ یې په ځوانانو کې رواج کړ.بلخوا د پوهنې رییس عبدالله حمیدی د علم حاصلولو لپاره اصلی عنصر کتاب یاد کړ او زیاته یې کړه، چې کتاب او قلم په نشتون کې ټولنه د جاهلیت او ناپوهۍ لوری ته ځی.هغه د کتاب ورکړه، د رسالت ادا کولو د ځوځښت له غړو مننې ترڅنګ وویل د کتاب هر تورى انسان ته د سمون لوری ورښیی.له بلې خوا مدافع وکیلې یاسمین ملکزاده وویل، دا پروګرام د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې جریان درلوده، چې له نېکه مرغه د لغمان کمپاین یې بې ساری وو، چې پکې ۸۲۰۰ جلده کتابونه راټول شول.هغې زیاته کړه، چې دا یو مثبت کار دی او زیاته یې کړه، چې دا کار د ځوانانو او مېرمنو په غښتلی هوډ سره ترسره شوی.ورپسې د لغمان پوهنتون استاد ابرار ابراهیمی د قلم په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې قلم د ځمکې او اسمان څخه مخکې پیدا شوی دی.نوموړی وویل یوه ټولنه کولاى شی، چې د کتاب او قلم په واسطه خپلو هدفونو ته ورسېږی.ابراهیمی د کمپاین له غړو مننه وکړه، چې شاوخوا ۵۰۰ جلده کتابونه یې د لغمان پوهنتون د کتابخانی لپاره راټول کړی.په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فیضان الله پټان د کتاب راټولول د هر فرد یوه دینی، اسلامی او اخلاقی وجیبه یاده کړه.هغه زیاته کړه د کتاب راټولو ټیم خپل مسوولیت ادا کړ، نو پکار ده، چې ځوانان یاد کتابونه تر لوستلو ورسته بېرته اړونده مسوولینو ته وسپاری.پټان د لغمان والی او د کتاب ورکړه، د رسالت ادا کولو د ټیم له ملګرو مننه وکړه، چې په یاد کمپاین کې برخه واخیستله.د غونډې په منځ کې د کتاب ورکړه، د رسالت ادا کولو خوځښت لخوا ویډیویی کلېپ او د فضیله درانۍ لخوا کتاب ته ځانګړی شوی شعر د ګډونوالو سره شریک شوو.د غونډې په ورستۍ برخه کې د لغمان والی ښاغلی محمد اصف ننګ په لاسونو د پوهنې رییس ته ۶۵۰۰ جلده کتابونه، اطلاعاتو او فرهنګ رییس ته ۱۲۰۰ جلده کتابونه او لغمان پوهنتون استاد ته ۵۰۰ جلده کتابونه د پټۍ په پرېکولو سره وسپارل شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید