روزنامه هیواد

((۵۰ زرو هېوادوالو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی ))

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی: په دغه هېواد کې د کورونا ضد واکسین له پیل څخه بیا تر ۵۰۳۰۹ روغتیایی کار کوونکی، د رسنیو کار کوونکی او ښوونکی واکسین شوی دی.د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر میرویس افضلیپرون خبریالانو ته وویل ،چې له یادو کسانو څخه څه باندې ۴۵۸۰۰ یې روغتیایی کار کوونکی او څه باندې ۱۲۰۰ یې د رسنیو کار کوونکی دی.نوموړی زیاته کړه، چې عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې په ښوونځیو کې د کورونا واکسین د تطبیق بهیر هم پیل کړی، چې پر وینا یې تر اوسه په ۲۹ ولایتونو کې ۳۲۴۷ ښوونکی واکسین شوی دی.د عامې روغتیا وزارت ویاند همدارنګه وویل : افغان امنیتی ځواکونو ته هم د کورونا ضد واکسین لګولو بهیر پیل شوی، چې په خبره یې تر اوسه زرګونه کسان واکسین شوی دی.په افغانستان کې د کورونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د تیرې کب میاشتې پر پنځمه پیل شو.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس له خپرېدو څخه بیا تر دې مهاله په افغانستان کې ۵۶۲۹۴ کسان په کورونا ویروس اخته شوی دی،۲۴۷۰ کسان ورڅخه مړه شوی او شااوخوا ۵۰زره نور کسان ورڅخه جوړ شوی دی.کورونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ م کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې مهاله په نړۍ کې څه باندې دوه میلیونه کسان له کورونا ویروس څخه مړه شوی او څه باندې سل میلیون کسان په کورونا ویروس اخته شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید