روزنامه هیواد

۴۴۰۰ ټنه محصولات د هوایی دهلېز له لارې بهر ته صادر شوی

د ولسمشر د بانکی او مالی چارو د سلاکار دفتر وایی، چې تراوسه د هوایی دهلېز له لارې د افغانستان څه باندې ۴۴۰۰ ټنه محصولات بهر ته صادر شوی او دا شمېر به پنځه زره ټنو ته ورسېږی.د دغه دفتر د مالوماتو له مخې، د دغو صادراتو بیه ۸۰ مېلیونو ډالرو ته رسېدلې او ټاکل شوې چې تر یوې راتلونکې میاشتې دا شمېر ۱۰۰ مېلیونو ډالرو ته ورسېږی.د ولسمشر د بانکی او مالی چارو د سلاکار د دفتر د اړیکو مسوول سمیر رسا په دې اړه وویل:«دم‎ګړۍ، موږ د الوتنو پر زیاتوالی کار کوو چې د هوایی چلند له نورو شرکتونو سره هم هوکړې ته ورسېږو چې د الوتنو شمېر زیات شی او اوس‎مهال په هېواد کې د توکو پر بسته بندۍ او پروسس، چې موږ کولاى شو په نړیوال سټنډرډ خپل توکی صادر کړو.))په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د هوایی دهلېزونو له لارې صادرات د هېواد د کرنیزو حاصلاتو لپاره ګټور بولی او وایی: د هوایی دهلېزونو له پرانیستې وروسته د افغانی حاصلاتو بیه پنځوس سلنه لوړه شوې ده.د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال جانجان الکوزى وایی: ((د هغه ګټه بزګر ته هم رسېدلې ده د دې لپاره  چې سوداګر جنس پېرلى او هلته یې هغه په لوړه بیه او په ګټه پلورلى او په بازار کې هم د جنس بیه لوړه شوې او حتا د جنس بیه په مارکېټ او باغ کې هم لوړه شوې ده.))د هوایی دهلېزونو فعالول د حکومت هغه پروګرام و، چې په لنډه موده کې یې نړیوالو بازارونو ته د افغانی توکو صادرات اسانه کړل او تر اوسه یې اته سلنه د لېږد سب سایډی د حکومت له جیبه پرې کېږی. د راپورونو له مخې تر دې دمه حکومت او خصوصی سکټور د هوا له لارې د توکو پر لېږد له درې مېلیونه ډالرو  زیاتې پیسې لګولې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید