روزنامه هیواد

یو شمېر کسان د شخصی ګټو لپاره د حکومت اصلاحات د ځان په زیان بولی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی وایی: ىو شمېر کسان د خپلو شخصی او ډله ىىزو ګټو لپاره له فساد سره د مبارزې په هدف د حکومت اصلاحات د ځان په زىان بولی.ولسمشر محمد اشرف غنی د ىکشنبې په ورځ له فساد سره د مبارزې د ‌نړىوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ووىل چې د ملی ىووالی حکومت له فساد سره مبارزې ته ژمن دى او نسبت تېرو وختونو ته په دې برخه کې پراخ اصلاحات رامنځته شوی دی.ښاغلی غنی په کانکور پروسه کې شفافىت، په دولتی ادارو کې د شفافىت له‌مخې د ۲۲زره کسانو ګمارل، په عدلی او قضایی ارګانونو کې د دوسىو پر وخت څېړل او په تدارکاتو کې شفافىت رامنځته کول له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت له جدی اقداماتو څخه وبلل.ولسمشر غنی‌ ووىل: په هېواد کې د فساد او بې عدالتۍ بىه بېوزلې افغانان پرې کوی.ده زىاته کړه:

(( د فساد بىه څوک پرې کوی؟ د کانکور تېر بهىر د فساد ىوه نمونه ده، لسګونو ځوانانو ځانونه مړه کړل او په زرګونو نور د کانکور په پروسه کې د فساد له امله نا هىلی شول، نو معلومه ده چې د فساد او بې عدالتىو بىه د «بېوزلو اولاد» پرې کوی.))ده ووىل : له فساد سره د مبارزې او د قانون د پلې کېدو په برخه کې کارونه شوی خو زىاته ىې کړه چې په دې برخه کې باىد نور اقدامات هم وشی.ده زىاته کړه : د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ىوولسمې وروسته افغانستان ته مىلىارډونه ډالره راغلل خو د پىسو د سم مدیرىت د نشتوالی له امله بىا هم افغانستان له اساسی خدماتو بې برخې پاتې شو او شخصی ګټو ته پر ملی ګټو ترجېح ورکړل شوه.ولسمشر محمد اشرف غنی له فساد سره د مبارزې د نړىوالې ورځې په مناسبت غونډه کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ځوانانو رول اغېزمن وباله.ده ووىل، د ملی ىووالی په حکومت کې ځوانانو ته زىاته توجه شوې او په بېلابېلو برخو کې پر دندو ګمارل شوی دی.نوموړی زىاته کړه: که په دولتی‌ ادارو کې ځوانانو ته ځاى ورنه کړل شی په دې معنا ده چې بېرته شاته روان ىو.ده ووىل: فساد او بې عدالتی د اساسی‌ قانون د تطبىق مخنىوى کوی فساد زموږ په هېواد کې چې ۴۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دی اساسی لامل دى.دغې غونډې ته په کابل کې د امرىکا سفىر جان بس ووىل : فساد د اقتصادی ودې مخه نىسی او پر حکومت د خلکو باور ټکنى کوی.ده زىاته کړه : په حکومت کې ټول اړخونه باىد له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدی مبارزه وکړی.جان بس ووىل: (( د افغانستان سوکالی د قانون په حاکمىت کې نغښتې ده،د قانون د حاکمىت معنا پر ټولو په عادلانه توګه پلې کول دی، په مساوىانه ډول د قانون په پلې کولو کې پاتې راتلل ډموکراسۍ ته زىان رسوی، بې ثباتی زىاتوی او د سولې او امنىت مخه نىسی.))ښاغلی جان بس که څه هم ووىل چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې زىات څه شوی خو زىاته یې کړه چې دې برخې ته باىد لا زىاته پاملرنه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید