روزنامه هیواد

یو شمېر آزاد شوی طالب بندیان بېرته جګړې ته ستانه شوی

د ملی پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله وایی، یو شمېر خوشی شوی طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ور ګرځېدلی دی.عبدالله دا خبرې وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو اړېکو شورا ته په وېډیویی کنفرانس کې کړې.عبدالله ویلی، یو شمېر طالب زندانیان له زندان تر آزادېدو وروسته بېرته د جګړې لیکو ته تللی دی.نوموړی زیاته کړې:د دقیق شمېر په تړاو یې نه پوهېږم، خو موږ له دې خبر یو چې یو شمېر طالب زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته ور ستانه شوی دی او دا له هغه ژمنې سره په تضاد کې ده، چې طالبانو کړې.د هغه هوکړې له مخې، چې د روان مېلادی کال د فبروری په وروستیو کې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان او طالبانو د افغان حکومت ۱۰۰۰ زندانیان آزاد کړل.طالبانو ژمنه کړې وه ،چې خوشی شوی طالب بندیان به بېرته د جګړې لیکو ته ستنېږی.اخوا طالبانو تر دې مهاله د عبدالله عبدالله د دې څرګندونو په تړاو څه نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې دغه ډول راپورونه رد کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید