روزنامه هیواد

یوولس افغان پیلوټانو د بلک هاک چورلکو مسلکی روزنه و کړه

د پرېکنده ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې وایی، چې ډېری دغه پیلوټان له دوه میاشتنی روزنیزې دورې وروسته د ماموریت یو بلې دورې د روزنې لپاره کندهار ته استول شوید افغان پیلوټانو یوې ۱۱ کسیزې او د توپچی ۱۵ کسیزې ډلې په کندهار ولایت کې په روانې میاشتې کې د بلک هاک چورلکو مسلکی زده کړې وکړې.دغو کسانو فراغت خپل سندونه په یو لړ مراسمو کې چې د هوایی ځواک قوماندان جنرا عبدالفهیم رامین او د کندهار د هوایی ځواک قوماندان جنرال عبدالرازق شیرزی او نړیوالو همکارانو حضور درلود ترلاسه کړل.د پرېکنده ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې وایی، چې ډېری دغه پیلوټان له دوه میاشتنی روزنیزې دورې وروسته د ماموریت یو بلې دورې د روزنې لپاره کندهار ته استول شوی دی.ډېری دغه پیلوټان د می ۱۷ روسی چورلکو د تجربې مخینه لری او د امریکایی قراردادی روزونکو او د ناټو غړو هېوادونو تر څارنې او مشورې لاندې وو.پرېکنده ملاتړ ماموریت وایی، چې ناټو د ځواکمنې افغان هوایی ځواکونو رامنځته کېدو ته ژمن دی.د ناټو په خبرپاڼه کې راغلی (( موږ    له خپلو هېوادونو ساتنه کوو. افغانستان باید بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شی.)) 

ممکن است شما دوست داشته باشید