روزنامه هیواد

یوه ښځه د سترې محکمې غړیتوب ته معرفی شوه

ولسمشر غنی په دوو حکمونو کې انیسه رسولی او عبدالشکور مهجور د سترې محکمې د غړیتوب لپاره ولسی جرګې ته معرفی کړل.انیسه رسولی به، د ولسی جرګې د تصویب په صورت کې لومړنۍ ښځه وی چې د سترې محکمې غړیتوب ترلاسه کوی. دا درى کاله پخوا هم دې چوکۍ ته معرفی شوې وه خو ولسی جرګې د اعتماد رایې ورنه کړه.د ولسی جرګې یو شمېر ښځینه غړیو هماغه مهال په دې خاطر غبرګون وښوود چې د جرګې غړیو له آغلې رسولی سره یوځاى د سترې محکمې د غړیتوب لپاره سید یوسف حلیم تایید کړ خو دا یې په دې خاطر رد کړه چې ښځه ده.وروسته انیسه رسولی د سترې محکمې د رییس په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ د اداری فساد د لویو جرمونو د قضیو د استیناف محکمې رییسه وټاکل شوه.د افغانستان ستره محکمه ۹ غړی لری چې د کار مودې یې سره توپیر لری. درى تنه یې د ۱۰ کلونو، ۳ نور د ۷ کلونو او ۳ تنه د ۴ کلونو لپاره دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید