روزنامه هیواد

یوناما یووار بیا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې

په افغانستان کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته یوناما یووار بیا پر ټولو اړخونو ږغ کړی چې اوربند وکړی. ملگرو ملتونو په افغانستان کی د تاوتریخوالی او ملکی تلفاتو پر ډېرښت اندېښنه ښوولې ده. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مشرې دیبورا لیونز پرون سې شنبې په خپره کړې خبرپاڼه کی ویلی: «زه د جگړې د درولو او هغه بشردوستانه قانون د دراناوی غوښتنه کوم چې د ملکی وگړیو ساتنه کوی.))  یوناما په اپرېل میاشت کې د تاوتریخوالی او ملکی تلفاتو د ډېرښت په اړه شکایت کړی دی. د دوی په حواله په اپرېل میاشت کې د ۲۰۸ ملکیانو د وژل کېدو مسوولیت د طالبانو او ۱۷۲ کسانو دا د افغان امنیتی ځواکونو پر غاړه دی. د یوناما د معلوماتو له مخې د تېرکال دغه وخت ته په کتو سره سږکال په اپرېل میاشت کې د ملکی وکړو تلفات تر هغه ډېر زیات شوی دی. یوناما په افغانستان کې د داعش له خوا بریدونو د ډېرېدو په اړه هم اندېښنه ښوولې ده. دا په داسې حال کې ده ،چې تېره اوونۍ کابل کې پر ولادی نسایی روغتون او په ننگرهار کې د جنازې په مراسیمو د ترهګریزو بریدونو له امله لسګونه ملکی وګړی شیدان شوی او ګڼ نور ټپیان شوی دی. په ورته وخت کې طالبانو او ترهګریزو ډلو چې د پاکستان ملېشې هم ورسره وې او د روسانو له خوا یې ملاتړ کېدا، پرون شپه پر کندوز ښار دروند یرغل وکړ چې افغان اتلو ځواکونو یې مخه ونیوه او دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوله. د ملی دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې طالب وسله والو دوشنبې په شپه کابو یوه بجه د کندوز ښار په شا او خوا کې د افغان ځواکونو پر پرتو امنیتی پوستو بریدونه وکړل. د دفاع وزارت په حواله په دې ترڅ کې څو ساعته نښتنه وشوه: «د هوایی ځواک په مرسته دغه برید پر شا وتمبول شو. یرغلګرو او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې مړی یې پر میدان پاتې دی.))  دا بریدونه په داسې حال کې زور اخلی، چې طالبانو له امریکا سره د سولې راوستو لپاره پر هوکړه هېڅ عمل نه دی کړی او دغه  راز یې د اوربند او سولې لپاره ملی او نړیوالې غوښتنې په پر بلې پسې رد کړې او پر ځای یې بریدونه ته زور ورکړی دی. په کندوز کې د دغه یرغل له لاسه ملکړی وګړی په دې مبارکه روژه میاشت کې سخت وارخطا شوی دی. وړمه ورځ هم طالبانو په غزنی کې هم  موټر بم برید وکړ، چې تاریخی او لرغونو ابدو ته یې هم ټکان ورکړی دی. په دغه برید کې ملکی وګړیو ته زیانونه اوښتی دی. د طالبانو دا تازه بریدونه د هغوی د نااعلام شویو پسرلنیو عملیاتو برخه ده. له امریکا سره په قطر کې د فیبرورۍ پر ۲۹ مه  د تړون له لاسلیکېدو راهیسې طالبانو تر ۳۸۰۰ زیات بریدونه کړی او ۴۲۰ ملکیان یې وژلی او ۹۰۶ یې ټپیان کړی دی. یوناما یوځل بیا له طالبانو په همداسې حالت کې د اوربند غوښتنه کوی، خو هېڅ داسې تمه نشته، چې هغوی دې دا غوښتنه ومنی، که څه هم روژه پای ته رسېدونکې او کوچینی اختر راروان دی، خو دغه ډله به له نورو ترهګریزو ډلو سره همداسې بریدونو او د مکلی وګړیو وژنو ته زور ورکوی! دا ځکه چې دا ډله د پاکستان، ایران او روسیې له خوا دې جګړې ته ګومارل شوې او له جګړې پرته د اوربند هېڅ کوم واک او اختیار نلری! که ملګری ملتونه په افغانستان کې اوربند او سوله غواړی، نو پر پاکستان، ایران او روسیه دې فشار راوړی، چې له دې جګړې تېر شی، خو له طالبانو د هغوی غوښتنه بې ځایه ده، ځکه دا ډله د دښمنو لوریو له خوا کرایه شوې ډله ده، چې په دې اړه هېڅ تصمیم نیولی نه شی!

ملګری ملتونه باید د افغانستان د لانجې د هواری لپاره خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړی، د هغوی دا مسوولیت له طالبانو د اوربند په غوښتنې سره نه شی ادا کېدای، بلکې دغه نړیوال سازمان باید د پورته یادو لوریو تپل شوې جګړه بنده کړی، که پاکستان، ایران او روسیه له دې جګړې لاس واخلی، نو هغه مهال به نه طالب ډله وسله واله مبارزه وکړای شی، نه به هم نورې ترهګرې ډلې، ځکه هم طالب ډله او هم نورې ترهګرې ډلې د دغو لوریو له خوا د تپل شوې جګړې د دوام لپاره کرایه شوې جنیګالۍ ډلې دی، دا ډلې به تر هغه جګړه کوی، چې دغو لوریو ترې لاس نه وی اخیستی!

 

ممکن است شما دوست داشته باشید