روزنامه هیواد

یوناما: په اپریل میاشت کې طالبانو لومړۍ درجه ملکی تلفات اړولی

 د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما وایی، په افغانستان کې د طالبان او افغان حکومت  له لوری بریدونو کې د ملکی وګړو تلفات ډېر شوی دی.یوناما په خپل راپور چې پرون یې خپور کړی، ویلی چې د جګړې ښیکلې غاړې د ملکی وګړو د تلفاتو لامل دی او له همدې امله یې د جګړې د درولو بېړنې غوښتنه کړې ده.د یوناما د تازه راپور د لومړنیو معلوماتو له مخې، طالبانو او افغان ملی امنیتی ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیاتو له امله د اپریل په میاشت کې د ملکی تلفاتو د ډېرېدو ښکارندویی کوی.راپور کې ویل شوی چې طالبان اپریل میاشت کې د ۲۰۸ ملکی کسانو د تلفاتو مسوول دی، چې د ۲۰۱۹ م کال د اپریل میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه ډېروالی ښکاره کوی.یوناما د افغان امنیتی ځواکونو له لوری بریدونو کې هم ملکی کسانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوی.یوناما اندېښنه څرګنده کړې چې ښکیل لوری د جګړې پر مهال نړیولو بشری قانون ته درناوی نه کوی  او ویلی چې په روغتونونو برید، د افغان امنیتی ځواکونو له لوری د هوایی بریدونو پر مهال له احتیاط څخه کار نه اخیستل هغه څه دی چې د ملکی تلفاتو د ډېرېدو لامل ګرځېدلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید