روزنامه هیواد

ګېټس: د ځواکونو له ایستلو مخکې باید ډاډه شو چې افغان حکومت ټینګ دی

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ ګېټس وایی: امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو مخکې دا یقینی کړی چې د افغانستان حکومت ټینګ دی. رابرټ ګېټس، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په ډېرو کلونو کې دفاع وزیر پاتې شوی، وړمه ورځ د سی بی ایس تلوېزیون له (Face The Nation) خپرونې سره په مرکه کې خبرداری ورکړ ،چې که امریکایی پوځیان له افغانستانه ووځی ، نو خطر شته چې افغانستان به بیا د ترهګرو پټنځای بدل شی.ګېټس د جورج بوش او بارک اوباما د ولسمشرۍ په دورو کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د امریکا دفاع وزیر و. ده وویل: د ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت باید له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو له ایستلو مخکې بشپړ ډاډ ترلاسه کړی چې د افغانستان حکومت ټینګ دی. ګېټس په همدې اړه زیاته کړه: (( فکر کوم مهمه دا ده، چې په کومو شرایطو کې خپل پوځیان باسو. فکر کوم افغان حکومت ته د پایښت لپاره د امکاناتو ورکول د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېر مهم دی.))ده خبرداری ورکړ، چې له افغانستانه د امریکایی پوخیانو بې وخته وتل به له خطر سره د افغان ښځو د حقونو د مخامخېدو په ګډون خطرناک عواقب ولری. د امریکا  حکومت له یوې مودې راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او هڅه کوی چې طالبان تر فشار لاندې راولی ،چې افغانستان بیا د تروریستانو پر ځالې بدل نه کړی او د ښځو د حقونو په شمول د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو بریاوې رد نه کړی.طالبان ظاهراً وایی، چې د ښځو د زده کړو او کار کولو په شمول د هغوی له حقونو او د تېرو ۱۸ کلونو له بریاوو سره مخالفت نه کوی ، خو ډېر شنونکی د طالبانو پر ژمنو باور نه کوی. طالبان تراوسه پورې حاضر شوی نه دی، چې اوربند وکړی او دا یې هم نه دی ویلی، چې که امریکایی پوځیان ووتل دوی به د افغان حکومت پر ضد له جګړې لاس واخلی. دا ډله یوازې وایی، چې که بهرنی ځواکونه ووتل له نورو افغانانو سره جوړ راتلای شی، خو دا په داسې حال کې ده چې تل یې له افغان حکومتسره له خبرو ډډه کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید