روزنامه هیواد

ګڼو نړیوالو مرستندویه سازمانونو د غریبو هېوادونو پورونه وبخښل

د نړۍ ګڼ شمېر مرستندویه سازمانونو ویلی، چې د نړۍ ډېرو غریبو هېوادونو ته ورکړی پورونه د دې لپاره ور وبخښل شی ،چې له کرونا ویروس سره په مبارزه کې مرسته ورسره شوی وی.په برېتانیا کې د جوبلی ډېپټ په نامه د مرستندویه ټولنې مشرې سارا کلفتن وویل، چې د ودې په حال کې هېوادونه له داسې اقتصادی ضربې سره مخ شوی، چې هېڅ چا یې مخکې اټکل نه و کړی او په عین وخت کې د روغتیا په برخه کې تر سخت فشار لاندې دی.د نړۍ ۱۴۰ مرستندویه ادارو چې د اکسفام او سېف د چلدرن هم په کې دی، دا بیان لاسلیک کړی دی.په دې کمپاین کې ویل شوی، چې له ۶۹ ډېرو غریبو هېوادونو سره شوی پور په بېړنی ډول وبخښل شی. په دې هغه پورونه هم شامل دی چې په غریبو هېوادونو کې افرادو ته د کرېډټ په ډول ورکړ شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید