د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان حکومت وایی ګڼو اسلامی هېوادونو او سازمانونو، د وضعیت په درک کولو سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او په دې اړه خپل غږ یې په متحدانه ډول اوچت کړی دی.
په نایجر کې د اسلامی همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنی کنفرانس وړمه ورځ پای ته ورسېد ،چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر زیانونو هم پهکې بحث وشو.د سولې او پراختیا لپاره د ترورېزم پر ضد د یووالی په نامه دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ګډون کړی و.ښاغلی اتمر ته وویلی: (( له ترورېزم سره د مقابلې لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده، چې افغانستان ته سوله راولو او د هغو بهرنیو وسلهوالو پر ضد مبارزه وکړو ، چې په دې سیمه کې خوندی ځالې لری. په دې کې د اسلامی همکاریو سازمان مهم رول لوبولی شی او باید لاسونه سره ورکړو او د افغانستان د سولې د پروسې ننګه وکړو او په اسلامی هېوادونو کې اسلامی دینی عالمان وهڅوو ،چې په افغانستان کې تاوتریخوالی وغندی او د سولې د بهیر ملاتړ وکړی.))تر دې مخکې ګڼو هېوادونو، سازمانونو او دینی عالمانو په افغانستان کې د روانې جګړې پر نامشروعیت څرګندونې کړې وې.د فلسطین د دینی عالمانو د ټولنې مشر او د القدس جومات امام دوکتور الشېخ عکرمه صبری تېره پنجشنبه په وېډیویی پیغام کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.هغه غوښتنه کړې وه، هغه ډلې چې په افغانستان کې خلک وژنی، باید خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړی.د لړم میاشتې پر څلورمه د بنګلهدېش دینی عالمانو او مفتیانو هم په پلازمېنه ډاکه کې د کنفرانس پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه.د مالیزیا د اسلامی یووالی نړیوال بنسټ بیا د لړم پر ۱۱مه په رسمی لیک کې په افغانستان کې روانه جګړه د شریعت خلاف بللې وه.بلخوا د کوېټ ځینو دینی عالمانو د لړم پر ۲۸مه په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او ویېویل: دا جګړه شرعی جواز نهلری، په ځانګړی ډول وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه.وسلهوالو طالبانو که څه هم د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له واشنګټن سره موافقه لاسلیک کړې، خو بیا یې هم په افغانستان کې خپلې جګړې نهدی بندې کړی.