روزنامه هیواد

ګڼو اروپایی هېوادونو د استرازینکا واکسینو وېش درولی

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، تازه جرمنی، فرانسې او اېټالیا هم د اکسفورډ له لوری د استرازینکا واکسینو وېش درولی دی.د یادو واکسیو وېش وروسته له هغه ودرول شوو کله، چې په هالینډ او ځینو نورو هېوادونو کې یې د جانبی عوارضو راپورونه ورکړل شول.اوس شاوخوا ۸ اروپایی هېوادونو ویلی، چې د سترازینکا واکسین وېش یې په احتیاطی توګه درولی دی.بل لورته د روغتیا نړیوال سازمان بیا وایی، چې دغه واکسین هېڅ ډول جانبی عوارض نه لری.یاد سازمان له هېوادونو غوښتی ، چې د دې واکسینو دو ېش لړۍ دې نه دروی او بېرته دې پیل کړی.دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۲۰ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۶۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړی دی.په اېټالیا کې د دغه ویروس له امله د مړو شمېر ۱۰۲ زره او ۴۹۹ ته رسېدلی دی.د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۷۹زره او ۲۸۶، په مکسیکو کې ۱۹۴زره او  ۹۴۴، په هند کې ۱۵۸زره او ۷۲۵، په برېټانیا کې ۱۲۵ زره او ۸۱۷، په ایران کې ۶۱ زره او  ۳۳۰ او په پاکستان کې ۱۳ زره او ۵۳۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید