روزنامه هیواد

ګورباچوف، له افغانستانه د ځواکونو اىستلو په اړه د ټرمپ پرېکړه مهمه بللې

د شوروی اتحاد پخوانی ولسمشر ګورباچوف، له افغانستانه د ځواکونو د اىستلو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ پرېکړه خورا مهم کار بللى دى. مېخاىل ګورباچوف چې د شوروی اتحاد وروستى ولسمشر او له  افغانستانه د شوروی یرغلګرو ځواکونو اىستونکى ولسمشر دى، له سی اېن اېن تلوېزون سره ىې په مرکه کې وىلی، امرىکا باىد له افغانستانه ووځی او ځکه د روانې جګړې په دوام سره به ټوله سىمه له خطر سره مخامخ شی.نوموړی وىلی، په ۱۹۸۹ کال کې باىد له افغانستانه د شوروی د ځواکونو له اىستلو درس واخىستل شی: (( باىد په سىمه کې د څو اړخىزو رقابتونو او د ىوې بلې جګړې د پىل مخنىوى وشی.)) ښاغلی ګورباچوف په افغانستان کې د سولې را وستو پروسې ته هىله مندی ښوودلې او وىلی ىې ،چې په دې اړه د امرىکا د ولسمشر پرېکړه حىاتی پاىلې لرلى شی.ګورباچوف د شوروی اتحاد هغه وروستى ولسمشر دى چې له افغانستانه ىې د شوروی یرغلګرو ځواکونو د اىستلو پرېکړه کړې وه او د ټوټه شوی شوروی اتحاد د بىا راپورته کېدو لپاره ىې روسانو ته فرصت برابر کړى و. نوموړی له افغانستانه د سرتېرو د اىستلو په اړه د امرىکا د پرېکړې هرکلى په داسې حال کې کړى چې ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه افغانستان ته په ناڅاپی سفر کې د سولې په اړه هىله مندی ښکاره کړه او د خپلو ځواکونو د شمېر په کمولو یې ټىنګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید