روزنامه هیواد

ګاونډیان په دې هڅه کې دی چې پاکستان په نړۍ کې یوازې کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی ویلی، افغانستان او نور ګاونډی هېوادونه بې بنسټه پر پاکستان داسې تورونه پورې کوی چې هېڅ حقیقت نه لری.

پاکستان له هند سره د پراخ کړکېچ وروسته په دې وېره کې دی چې په نړۍ کې یوازې پاتې نه شی قریشی پرون ویلی ګاونډیان هڅه کوی چې پاکستان ټولې نړۍ ته د یو ترهګریز هېواد په توګه ور وپېژنی، د ده په خبره ګاونډیان په دې ډول څرګندونو سره هڅه کوی پاکستان په نړۍ کې یوازې پرېږدی.

هغه پرون پنجاب کې غونډې ته په خبرو کې ویلی، ګاونډی هېوادونه په تېره بیا افغانستان تل د خپلو ستونزو او ناکامیو بار د پاکستان پر اوږو اچوی او په حقیقتونو سترګې پټوی چې دا چاره نه یوازې ګټه نه لری بلکې ستونزې لا ډېرولی شی.

هغه زیاته کړه، افغانستان، هند، ایران او چین په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې ،چې پاکستان په نړۍ کې یوازې کړی، خو په وینا یې دوی

د ترهګرو پر وړاندې تل مبارزه کړې او نړۍ د دوی د لاسته راوړنو او مبارزو شاهده ده.

په اوس وخت کې د پاکستان او هند ترمنځ سخت کړکېچن حالت روان دی دواړو هېوادونو پر یو بل د بریدونو لړۍ هم پیل کړې، وخت ناوخت پر یوبل بریدونه هم کوی .هند د ټولې نړۍ غوښتی چې د پاکستان حکومت مخه دې نوره ونیسی ځکه دوی په ښکاره او په آزاده توګه له ترهګرو ملاتړی دی.

بل خوا د پاکستان نږدې هېواد چین چې ورسره سوداګریزه راکړه ورکړه هم په پراخه کچه لری له پاکستانه یې غوښتی چې نور دې د ترهګرو ډلو د ملاتړه لاس واخلی. همداراز  افغان حکومت تر څنګ امریکا او ایران هم څو ځل د پاکستانی حکومته غوښتی چې په خپل هېواد کې دې ترهګریزو ډلو ته ځای نه ورکوی خو لاهم  دې هېواد په دې ډول کړنو لاس پورې کړی دی.

د یادونې وړده چې د هند او پاکستان ترمنځ اوسنی سخت کړکېچن حالت ممکن نور هم پېچلی شی او لا هم د جګړو لړۍ ډېره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید