روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کورونا تر جګړو ډېر امریکایان وژلی

نیوزویک وایی ،چې کورونا وبا د افغانستان، عراق، وېتنام او نړیوالې جګړې په پرتله ډېر امریکایی وګړی وژلی دی.راپور کې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د قوماندانۍ د معلوماتو پر بنسټ راغلی، د امریکا په ټولو جګړو کې ۱۵۵ زره او ۷۲ سرتېری وژل شوی ، خو کورونا وبا په هره اوونۍ کې ۷ زره او ۴۳ امریکایان مړه کړی دی.د جان هاپکینز پوهنتون د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په امریکا کې د کورونا وبا له امله د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه لکه او ۵۶۰۰ ته رسېدلی دی.راپور کاږی دې شمېر ته په کتو کورونا وبا د ټولو جګړو په پرتله ډېر امریکایان وژلی او لا هم ورته کوم ډاډمن واکسین نه دی تولید شوی ،چې دې چارې د امریکایی وګړو په ګډون ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید