د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ملی دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وایی: افغان ځواکونه پیاوړی دی او د ټولو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لری.نوموړی پرون د کب د نهمې د سرتېری ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې افغان سرتېری پیاوړی دی او ولس دې اندېښنه نه کوی.د شا محمود میاخېل پر وینا د سولې لپاره مو قربانی ورکړه او ۵ زره طالب زندانیان مو آزاد کړل، خو آزاد شوی زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شول، له همدې امله تېر کال د امنیتی ځواکونو لپاره یو سخت کال وو.ده ټینګار وکړ، چې د سولې د پروسې ملاتړ کوی، خو که وسله وال طالبان جګړو ته ادامه ورکړی، نو افغان ځواکنه یې پر وړاندې مبارزې ته تیار دی.د کب یا حوت نهمه ، چې د سرتېری ملی ورځې په نامه نومول شوې، چې مراسم یې ټول هېواد کې نمانځل کېږی.شاوخوا شپږ کاله وړاندې د کب نهمه د ولسمشر غنی له خوا د سرتېری په نامه ونومول شوه.په دې ورځ بېلابېلو ولایتونو کې حکومتی بنسټونه د سرتېری ورځ نمانځی، د هغوی قربانۍ او مېړانې ستایی.په ځېنو ځایونو کې ولسونه هم د خپلو سرتېرو ته ډالۍ ورکوی او غاړه کې یې ګلان وراچوی.