روزنامه هیواد

کورنیو چارو وزارت: په افغانستان کې د نېشه یی موادو کښت ۳۸سلنه کم شوی

په (۲۰۱۹) میلادی کال کې د نېشه یی موادو د کښت په اړه د کورنیو چارو وزارت او افغانستان د مرکزی احصائیې ګډه سروې چې تر څلور میاشتنی ځنډ وروسته خپره شوه ښیی، چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی.د کورنیو چارو وزارت له نېشه یی موادو سره د مبارزې معیینیت د سروې رییس نجیب الله احمدی وایی: د نېشه یی موادو پر کارخانو د افغان ځواکونو عملیات او د ډېرو قاچاق کوونکو د نیولو ترڅنګ ځینو سیمه ییزو عواملو هم د کوکنارو په کښت کې کموالی راوستلی دی.ده زیاته کړه: (( په تېر (۲۰۱۹) میلادی کال کې په یو سل او (۶۳) زره هکتاره مځکو کې کوکنار کرل شوی وو ،چې د (۲۰۱۸) م کال په پرتله په سلو کې (۳۸) کموالی ښیی. کله چې د کوکنارو په کښتونو کې کموالی راځی، نو د تاریاکو د تولید په برخه کې هم د پام وړ کموالی راځی. دلته څو عوامل دی چې د کوکنارو کښت یې راکم کړی ، لکه د تاریاکو د بیو ټېټوالی، د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ځینو سیمو لاس په لاس کېدل، د اسعارو په نرخونو کې بدلون، په ځانګړې ډول د افغانستان په غرب کې تومان او د هېواد په ختیځ کې د کلدارو د نرخونو له ټېټوالی سره د کوکنارو بیه را ټېټه شوې او د تاریاکو پر تولید یې اغېز کړی دی.))د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلی چې په تېر  (۲۰۱۹) م کال کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د نېشه یی موادو د     تولید (۹۶) لابراتوارونه ویجاړ شوی،(۱۱۷۰) ټنه نېشه یی مواد نیول شوی او له قاچاق کوونکو سره یو میلیون امریکایی ډالر هم نیول شوی دی.افغان دولت او ملګرو ملتونو له نېشه یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې یا (UNODC) به له (۲۰۰۹) م کال څخه نیولې بیا تر (۲۰۱۸) م کاله هر کال په افغانستان کې د نېشه یی موادو په اړه ګډ راپور نشر کاوه، خو سږکال یوازې افغان دولت راپور خپور کړی او د ملګرو ملتونو د سازمان راپور د نامعلومو دلایلو له مخې تر اوسه نه دی خپور شوی.د مشرانو جرګې له نېشه یی موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی هاشم الکوزی وایی، چې ډېری کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل شوی او په هلمند کې د کوکنارو کښتونو ته په پام سره په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې کموالی نه دی راغلی.ښاغلی الکوزی زیاتوی، چې د کوکنارو د کښت د کنټرول لپاره باید له بزګرو سره مرستې وشی.دی زیاتوی: ((  د کوکنارو د کښت را کموالو لپاره باید بزګرو ته د قناعت ورکولو ترڅنګ ځینې تخمونه ورکړل شی چې د کوکنارو ښه بدیل وی. کله چې د کوکنارو بدیل نه وی، بزګران به هېڅکله هم د زور له لارې د کوکنارو کرل پرېنږدی، ځکه چې بزګر د مالی ستونزو او فقر له امله کوکنار کری.)) له دوو اوونیو راهیسې په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د دولت تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو د کښتونو اړولو عملیات روان دی، خو په هلمند کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې چې د افغانستان په سلو کې (۸۵) جوړوی، د کوکنارو کښتونه نه دی اړول شوی او دا مهال یې نېښ وهل دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید