روزنامه هیواد

کورنیو ځواکونو او عدلی او قضاىی کارکوونکو ته ۱۰۰۰ اپارتمانونه ورکړل شول

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس پرون له غرمې مخکې د امنىتی او دفاعی ارګانونو او د عدلی او قضاىی مرکز منسوبىنو ته د ىو زر اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې ګډون او وىنا وکړه.

د مراسمو په پىل کې د ښارجوړولو او مځکو سرپرست وزىر محمدجواد پىکار ووىل، دغه ىو زر اپارتمانونه په غزنوی او لاله ښارګوټو کې موقعىت لری چې له هغې ډلې ۲۰۰ اپارتمانونه د هواىی ځواک پىلوټانو ۵۳۴ اپارتمانونه د ملی دفاع او کورنىو چارو وزارتونو او ملی امنىت منسوبىنو او ۲۴۲ نور اپارتمانونه د عدلی او قضاىی مرکز منسوبىنو ته ځانګړی شوی دی.

ده زىاته کړه، د ښار جوړولو او مځکو وزارت د جمهوررییس په لارښوونه تر راتلونکو ۳ کلونو په پام کې لری ۲۰۰ زره کورونه چې ۱۰۰ زره د استوګنې نومرې او ۱۰۰ زره اپارتمانونه به په کې وی، جوړ او د امنىتی او دفاعی ځواکونو د شهىدانو وارثىنو، راستنېدونکو، ښوونکو، دولتی کارکوونکو او نورو مستحقو اقشارو ته ووېشی.

په دغو مراسمو کې جمهوررییس غنی د امنىتی او دفاعی ځواکونو د ىو زر مستحقو منسوبىنو په استازولۍ د ملی دفاع او کورنىو چارو وزارتونو، ملی امنىت او عدلی او قضاىی مرکز لسو منسوبىنو ته د استوګنې د اپارتمانونو اسناد ووېشل.

جمهوررییس د ىادو اسنادو د وېشلو پر مهال ووىل: وىاړم چې افغان ملت په تېرو پنځو کلونو کې په امنىتی او دفاعی ځواکونو بشپړ باور لرلى او زموږ د امنىتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ کوی.

جمهوررییس  څرګنده کړه، ستاسو غم تل زما غم دى، بدبختانه چې له وطن او جمهوری نظام څخه د دفاع په لار کې مو ىو شمېر امنىتی او دفاعی ځواکونه له لاسه ورکړی دی. ده زىاته کړه، نن هغه امنىتی او دفاعی ځواکونه چې د خپل هېواد دفاع کوی تقدىروم او د ټولو امنىتی او دفاعی ځواکونو په ځانګړی ډول د پىلوټانو په رول وىاړو.

جمهوررییس زىاته کړه: هر ځل چې چېرته کومه پېښه کېږی، عکس العمل دا دى چې زموږ امنىتی او دفاعی ځواکونه ملامتوی، خو زه پوهېږم چې دغو اتلانو د خپل ځان په بىه له سلګونو تر زرګونو پېښو مخنىوى کړى دى.

جمهوررییس ووىل، زموږ امنىتی او دفاعی ځواکونه په مطلق ډول د ملکی تلفاتو مخنىوی ته ژمن دی او په هغو ځاىونو کې چې ملکی تلفات پېښېږی او موږ مسوول واوسو، زما ژمنه دا ده چې هغه د قانون په رڼا کې تعقىبوو.

جمهوررییس د ښارجوړولو او مځکو وزارت خدمتونو ته په اشارې ووىل، د دغه وزارت نىم پخوانی مسوولىن نن په زندان کې دی، دا ځکه چې هغوى غلا کوله او په هر وزارت کې چې فساد او کمزوری موجوده وی، جدی چلند ورسره کوو.

جمهوررییس غنی ووىل: کله چې زه جمهوررییس شوم وىل به ىې؛ په کابل کې دولتی مځکه نشته، اوس د مځکو په بانک کې له څلور مىلىون جرىبو زىاته مځکه تثبىت شوې او دغه ټوله مځکه ستاسو په خدمت کې ده.

جمهوررییس د خپلو خبرو په پاى کې ووىل: د امنىتی او دفاعی ځواکونو او د ملکی شهىدانو پور نشی ادا کېداى، خو د باور فضا په رامنځته کولو او د هغوى وارثىنو ته د شرعی او اساسی جاىدادونو په ورکولو سره کولاى شو د شهىدانو کورنىو ته د هغوى د نشتوالی درد راکم او د هغوى حق ادا کړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید