روزنامه هیواد

که په افغانستان کې ترهګری وده وکړی بیا نظامی اقدام کوو

د برېتانیا ددفاع وزیر وایی: که چېرته د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې ترهګری وده وکړی ،نو دوی او متحدین به یې بیا هم نظامی اقدام وکړی.جېمز هپی ویلی، هڅې روانې دی ،چې طالبان د خبرو له لارې د افغان حکومت برخه وګرځی او ټینګار یې کړی، چې برېتانیا او ملګری هېوادونه یې دا انتخاب لری ،چې که چېرته ترهګری وده وکړی ، نو دوی به یو ځل بیا پوځی اقدام وکړی.ده دغه راز زیاته کړې ،چې دوی به د افغان ځواکونو هوایی ملاتړ ته هم دوام ورکړی.د یادونې وړ ده، چې برېتانیا اوسمهال په افغانستان کې ۷۵۰ سرتېری لری، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو پر روزنه بوخت دی، خو ټاکل شوې ،چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه ووځی.دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د مرکزی قوماندانۍ قوماندان او دیپلوماتان له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د داسې طرحې پر جوړولو بوخت دی، چې پر بنسټ یې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر له وتلو وروسته وکولی شی په سیمه کې خپل مځکنی او یو شمېر هوایی ځواکونه په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پر وړاندې د عملیاتو لپاره وساتی.د ایرفورس مګزین راپور ورکړی، چې جنرال کینټ مکنزی د سنا جرګې د نظامی خدمتونو کمیټې ته ویلی ،چې دوی له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه د پراخ بنسټه برنامې د جوړولو په هڅه کې دی څو له افغانستان څخه د ځواکونو تر له وتلو وروسته د ترهګریزو ګواښونو د دفع کولو لپاره دغه هېواد ته نږدې یو شمېر سرتېری وساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید