روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

که طالبانو بریدونه ډېرکړی افغان ځواکونو یې هم ښه مخه نیولې

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان وویل: په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو خپل بریدونه ډېر کړی دی.سکاټ مېلر کندهار ته د سفر پر مهال رسنیو ته ویلی، سره له دې، چې طالبانو خپل بریدونه ډېرکړی ،خو افغان ځواکونو هم ښه دفاع کړې ده.د مېلر په خبره افغان ځواکونو په دفاعی حالت کې دی او د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی ډېرول د پوښتنې وړ خبره ده.نوموړی دغه راز پر طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالی کم کړی.ده ویلی: اوس ټوله نړۍ د سولې مسئلې ته متوجه شوې او د دې غوښتونکې ده، چې باید تاوتریخوالی کم شی.په ورته مهال د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابی هم ویلی، چې افغان ځواکونه پیاوړی دی او د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید