روزنامه هیواد

کندوزیان: هېڅ ډول ګواښ یې په ټاکنو کې له ګډونه نه شی منع کولاى

په‎دې وروستىو کې وسله‎والو طالبانو د ىوې اعلامىې په خپرولو سره خبردارى ورکړى، چې دوى د ولسی جرګې د ټاکنو د ناکامۍ لپاره له هر ډول مسلحانه او تعرضی تحرکاتو څخه ګټه اخلی،خو د کندوز ىو شمېر اوسېدونکیو وایی ، چې  هېڅ ډول ګواښ او ننګونې نه شی کولاى د ولسی جرګه په را روانو ټاکنو کې د دوى د ګډون مخه ونىسی او دوى  ټینګه اراده لری،  چې په دغه ملی بهیر په براخه پېمانه برخه اخلی. د دې ولاىت درېیو اوسېدونکو محمد خان، غلام رسول او فصل ربی په‎دې اړه وایی: ((موږ په ټول قوت سره په ټاکنو کې برخه اخلو، د دښمن له هېڅ ډول تهدىده نه وېریږو، ځکه دا زموږ قانونی او مدنی حق دى چې باىد خپله راى وکاروو.-دا هسې تبلىغات دی،  چې طالبان ىې کوی، خو موږ نور له دغه شان ګواښونو نه وېرىږو او په ټاکنو کې حتمن برخه اخلو.-موږ هېڅ وخت د طالبانو ګواښونه ته غاړه نه‎ږدو، ځکه د طالبانو ګواښونو ته تسلىمېدل وحشت او دهشت ته د لارې هوارولو معنا لری او دا زموږ حق دى چې باىد په انتخاباتو کې ګډون وکړو او د خپل د خوښې کاندىد ته راى ورکړو.)) دوى دغه راز له  ټولو افغانانو غواړی چې پرته له وېرې او اندیښنې د ولسی جرګی په ټاکنو کې ګډون وکړی او د خپل قانونې او سىاسی حق څخه ګټه واخلی.په ورته وخت کې په کندوز کې د پامیر د شلمې فرقې قوماندان غلام مرتضی سروری وایی ، چې د افغان ګډو ځواکونو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره شدىد امنىتی تدابیر نېولی، چې خلک د امن په فضا کې په انتخاباتو کې برخه واخلی.دى وایی: (( زه د شمال ختېځ زون د ټولو امنىتی او دفاعی ځواکونو په استازیتوب د شمال ختېځ زون ولاىتونو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم،  چې موږ د خپل تر پوښښ لاندې سىمو کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره پوره چمتووالى نیولى او لا هم زموږ هڅې روانې دی.))له دې سره سم، په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسىون د سىمه‎ىىز دفتر ریىس محمد رسول عمر وایی ، چې دوى د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پوره چمتووالى نیولى او دغه راز خلک به هم په دغه بهېر کې په پراخه پېمانه برخه واخلی.نوموړى وایی: (( په ولاىتی دفتر کې ټول حساس مواد چمتو دی او ټول کارکوونکو خپل عملی کارونه پىل کړی دی، دغه راز د دغې پروسې د شفافىت لپاره د انتخاباتو کمېسىون هر ډول ضروری او اړىن کارونه په پام کې نیولی دی.))د معلوماتو پربنسټ، د روان کال د تلې په ۲۸ مه د  هېواد په کچه د ولسی جرګی ټاکنې ترسره کېږی او افغانان به په هېواد کې د ىو سىاسی تحول شاهدان واوسی.

اجمل ارىن

ممکن است شما دوست داشته باشید