روزنامه هیواد

کمېسیون: پولیسو د یخنۍ له وجې د ډیجیټلی مرکز د دهلېز قفل مات کړى و

د ټاکنو کمېسىون وایی، ىوازې ىې د ډىجىټلی مرکز دروازه خلاصه شوې او دننه بندو شوىو باىومترىک دستګاوو ته هېڅ ضرر نه دى رسېدلى.د ټاکنو کمېسىون غړی اورنګزېب پرون سه شنبه په خبری کنفرانس کې ووىل، دوه پولىسو دوې شپې وړاندې د اته نىمو اونهو بجو تر منځ د هوا د ىخوالی له کبله د ډىجىټلی مرکز دروازه پرانىستې او د معلوماتو مرکز ته هېڅ کس نه دى ورننوتى.نوموړى وایی، د ټاکنو د لومړنىو پاىلو د ځنډ وجه دا ده چې ىو شمېر څارونکی د کمېسىون په کار کې مداخله کوی: (( د ډىجىټلی مرکز قفل نه دى مات شوى، بلکې دهلېز ته ىې په تېروتنې سره دوه پولىس ور ننوتی ،چې له ىخنۍ ځان وژغوری، اما دا کار باىد   د کورنىو چارو وزارت کړى واى چې خپلو پولىسو ته د تودېدو وساىل ورکړی.))په خبری کنفرانس کې د ټاکنو کمېسىون ریىسې حوا علم نورستانۍ هم ووىل چې خپلو خلکو ته د ډىجىټلی مرکز د قفلونو د نه ماتېدو ډاډ ورکوی.هغه وایی، د ټاکنو لومړنۍ پاىلې د درملوک په سرور کې د ستونزې له کبله نه دی اعلام شوی، خو په وىنا ىې که کار وشی ټول معلومات سرور ته انتقالېږی: (( د کاندیدانو ځىنې څارونکی مداخله کوی او زموږ د پاىلو د اعلام مخه ىې نىولې ده.))دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله ټاکنىزې ډلې ادعا کړې چې د ټاکنو کمېسىون د دارالانشا کارکوونکی د شپې له تىارې څخه په ګټه اخىستنه ډىجىتلی مرکز ته ننوتی او قفلونه ىې مات کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید