روزنامه هیواد

کمزوری فرهنګ د چاپېریال د ککړتیا اصلی لامل دی

د چاپېریال ککړتیا یا ککړ چاپېریال یو له هغو سترو ستونزو او ننګونو څخه دی، چې نه یوازې یو یا څو بلکې د نړۍ ټول هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دی او په ټوله نړۍ کې په یوه لوی ناورین اوښتی، ان په ځینو هېوادونو کې یې د انسانانو ژوند له داسې ګواښ سره مخ کړی، چې په مخنیوی پورې یې خلک حیران دی. چاپېریال ساتنه زموږ شا او خوا د هغو ټولو ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو په اړه بحث کوی چې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو په ژوند په مستقیم یا غیر مستقیم ډول اغېزه لری، اوبه، هوا او خاوره د چاپېریال دری مهمې ستنې ګڼل کېږی چې د دغو د هر یوه ککړتیا د انسانانو په ژوند خورا منفی اغېزه لری. ستونزمنه به وی، چې دا لوی بحث په یوه وړه لیکنه کې راونغاړو خو هڅه کوو، چې د چاپېریال د ککړتیا پر عواملو، اغېزو او د مخنیوی په لارو چارو په لنډو ټکو کې داسې څه بیان کړو، چې وکولی شو تر یوه بریده د دغه لویې ستونزې مخنیوی وکړو او یا یې هم له  اغېزو څخه ځان وساتو.د چاپېریال د ککړتیا دری اصلی عوامل په ټول کې اقلیمی بدلونونه او د هېوادونو صنعتی کېدل دی، خو په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا د دې تر څنګ د چاپېریال د ککړتیا تر ټولو ستر لامل کمزوری فرهنګ او چاپېریال ساتنې ته نه پاملرنه ده. په پرمختللیو هېوادونو کې د چاپېریال د ککړتیا ستر لامل د هېوادونو صنعتی کېدل دی، ځکه هلته په بېلا بېلو برخو کې لویو لویو کارخانو جوړولو، د کانونو را ایستلو او اقلیمی بدلونونو دغه ستونزه لویه کړې، خو په افغانستان کې بیا له بده مرغه د څو لسیزو جګړې، د مسلکی کدرونو نشتوالی او د عامه پوهاوی کمښت زموږ د چاپېریال د خرابېدو سبب شوی. دلته نږدې ټول دا فکر کوی، چې د چاپېریال ساتنه او د کثافاتو لرې کول یوازې د حکومت او په ځانګړې توګه د ښاروالۍ اړوند دی، نو ځکه به ګورې یو سړی په لار روان کېله، مڼه او یا هم کوم بل څه خوری، پوستکی او یا هم د څښونکو توکیو بوتل به د سړک پر سر او یا هم ویالې ته ورغورځوی، یو سړی ګورې د کور په جوړولو به یې میلیونه افغانۍ لګولې وی، خو د کور مخې ته به یې کثافت انبار وی، کور به یې میلیونه ډالر لګولی وی، خو د کور مخې ته یو متر کوڅه نه شی پخولی. د دې تر څنګ نورې ستونزې هم شته خو څه باید وکړو، چې د دغه ستونزې مخنیوی وکړو، د دې لپاره د ښاری مناسب ژوند رامنځ ته کول، د ښار پراخول، له کوڅو او ډګرونو د ناولو اوناکاره توکیو لرې کول، د واټونو پخول، د ابو رسولو او کانالېزاسیون سیستم معیاری کول، د ښار کثافات په وخت سره پاکول او مناسب ځای ته یې انتقالول، په ښار کې د لا ډېرو بېت الخلاو جوړول، د شنو ونو او بوټو کرل، سهار او ماښام د واټونو په منځ کې اوبه شیندل او داسې نور هغه اقدامات دی چې باید ټول یې په ګډه ترسره کړو، هغه چې وایی وقایه تر معالجې او درملنې ارزانه، آسانه او ګټوره وی د ناروغیو د له منځه وړلو او کمولو  لپاره زموږ هر هېوادوال مکلف دی چې د چاپېریال په ساتنه کې له هېڅ ډول هڅو نه ځانونه وه نه سپموی، ځکه فرهنګ له چاپېریال څخه د ساتنې او د باثباته پراختیا اصلی لامل او ماشین شمېرل کېږی. هغه مهال به د چاپېریال په ساتنه کې ښه‌ والی راشی، چې د انسان طبیعی او فرهنګی چاپېریال سره وتړل شی، د دغسې یوې موخې د تحقق لپاره، د یوې ټولنې په ټولو برخو کې د چاپېریال ساتنې اخلاقو ته اړتیا ده، فرهنګ د هر اړخیزې پرمختیا د اصلی جوړښت او ریښې بڼه لری او هغه مهال د یوې ټولنې لپاره د پرمختګ او دوام تمه کېدای شی، چې دغه جوړښتونه په اصولی توګه ترسره شوی وی، له بده مرغه زیات شمېر افغانان د چاپېریال ساتنې فرهنګ په برخه کې له یو لړ ننګونو سره مخ دی.    بینظیر

ممکن است شما دوست داشته باشید