روزنامه هیواد

کلتوری محدودیتونه باید د نجونو د زده کړې مخه ډب نه کړی

ښځې د بشری ټولنې د جوړښت اساسی رکن دی، دوی  دزده کړو او ښه ژوند حق لری ، خو کلتوری محدودیتونه یې د زده کړو او دژوند د ښه والی مانع شوی.دلته همېشه نجونې دپوهنې له رڼا لرې ساتل شوی او له دغه حق څخه محرومې شوی دی.داسلام مقدس دین او دافغانستان نافذه قوانینو ښځو ته داسلامی شرېعت په رڼا کې دزده کړو او پوهې حق ورکړی ،خو لا اوس هم هغه مفکوره دخلکو له ذهنونو پاکه نده چې وایې:
(( ښځه یا دکور ده یادګور.)) دغه مفکوره تر ډېره په هغه سیمو کې پیاوړې ده چې حکومتی واک پ
ه کې ځواک نه لری.دنجونو دزده کړو پر وړاندې خنډونه را ایجادول  دافغانی ټولنې دهغه دود زېږنده ده، چې تر پخوا یې لری.که څه هم زده کړې زموږدجنګ ځپلی هېواد په ژمنتیا کې لومړیتوب لری، خو لومړیتوب نه دی ورکړل شوى او همېشه ورته ترنورو برخو په کمرنګی ډول کتل شوی.موږ همېشه دزده کړو په برخه کې اصلاحات او سمونې له نورو غواړو، په پوره همغږۍ، فکر او عمل سره نه یوځای کېږو، چې دزده کړو په سیستم کې اصلاحات او بدلون راولو،دسمون او بدلون په برخه کې زموږ دفکر او عمل اراده مړه ده، ځکه نو په دغه برخه کې تر هر چاوروسته پاتې یو.یواځې زده کړې دی ،چې دهېواد او هېواد والو په ځان بسیاینه او روښانه راتلونکې تضمینوی، نو باید هغه نارینه او ښځینه زده کوونکی چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوی او دزده کړو زمینه ورته پوره برابره شوې  نه ده، باید د زده کړو له ستر نعمت څخه برخمن شی او ددغې پیچلې مسئلې دحل په موخه باید په کلکې او ټینګې ارادې فکری یووالى رامنځته شی ،چې په ټولنه کې دټولنیزو ناخوالو دله منځه وړلو لپاره  دپوهې کچه لوړه شی.دپوهې کچه چې لوړه شوه داوږد مهاله تپل شوې جګړې په مهارولو کې هڅې او نوښتونه دناپوهۍ او محرومیت نه  قربانی کېږی.

زموږ په هېواد کې سم له واره ددغه ناوړه کلتور پای شونى نه برېښی، خو په دغه برخه کې باید مبارزې ته لازور ورکړل شی.دافغانستان په بېلابېلو سیمو کې پخواهم کڼ ښوونځی او دښوونې او روزنې روزنځایونو شتون درلود خو په هغو کې هم دنجونو ګډون کم سارى او له لویو ننګونو سره مخ و.

په هغو روزنځایونو او تعلیمی اداروکې چې زموږ تنکیو ماشومانو زده کړې کولې اکثرو په تنظیمی، سیاسی او خپلسرو جګړو کې په هره  برخه کې درانه او نه جبرانېدونکی مادی او معنوی زیانونه ولېدل.ښوونځی ویجاړ او وسوځول شول، پوهنتونونه څه ناڅه له مځه لاړل،  لابراتواری تجهیزات تخریب شول، په زرګونو ټوکه لویه معنوی پانګه او کتابونه دجګړې ښکاراو داور تر ستونی تېر شول، دزده کوونکو او محصلینو زده کړې نېمګړې پاتې شوې ،  دمکتبونواستادان او د لوړو زده کړو د موسسو یو شمېر پوهان په زندانونو کې واچول شول، مهاجر شول او یا هم د ژوند له نعمت څخه بې برخې شول.د لوړواو نیمه لوړو زده کړو د موسسو پر علمی ساحې سیاسی فضا خپره شوه او تولې ښوونیزې ادارې ددغه وحشت له امله  د اخلال او تم کېدو اساسی وسیلې شوې.

دپوهنتونونو او د لوړو زده کړو د نورو موسسو په نصابونو کې د بدلون هڅه وشوه، له زده کړو سره دزده کوونکو اړیکې پرې شوې،له ښوونځیو څخه مورچلې جوړې شوې او دومره توغندی، درنې او سپکې ګولۍ پرې و توغول شوې ، چې په نړۍ کې یې سارى نه لېدل کېږی، درسی وسایل او وسایط  لوټ او تالان شول.حتی دمعارف په برخه کې افغانستان او افغانانو دومره زیانونه  ولیدل ، چې په دې جګړه کې د نورو برخو له زیانونو سره د پرتلې وړ نه دی.

زما په آند دپورته ناخوالو یواځینۍ پلمه داوه؛ چې ښوونځی د دولت ملکیت و  او دوی نه  غوښتل چې ددولت په لمن کې خلک لوستی او د پرمختګ خاوندان شی، نو ځکه یې د پوهنې پر وړاندې داسې نه جبرانیدونکې کړنې تر سره کولې. د دغو غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو د تر سره کولو بل ستر لامل سمتی، قومی او سیمه ییز فکر ته د ځینو  متمایلو اشخاصو بدنظری وه، دوی د دغو غیر اسلامی کړنو له لارې غوښتل؛ ټولنه بېسواده پاتې کړی.که څه هم دغه ناسم عرف دافغانانو په ګټه نه و ، خو دمعارف دزوال لپاره ځینو خلکو غوښته  ، دغه شان کړنو ته ،چې چا ښه ویل زما په آند،  په ټولنه کې همدا کسان منفی فکره وګړی وو.

دزده کړو پر وړاندې پورته ذکر شوې لویې ستونزې عادی ګڼل تېروتنه ده.

په کومه ټولنه کې چې پوهه کمه او منفی رواجونه  دود وی،  پرمختګ نه شی کولای او د داسې ټولنې خلک هم، همېشه له تمدن او ښه ژونده لرې په کږلیچونو کې وی، دوی هېڅ وخت ټاکلی هدف او منزل ته نه شی  رسېدای.هرچا خپل معارف ته وده ورکړې، خو دافغانانو معارف اوس هم د پرمختګ په ډېره ټیټه کچه کې قرار لری .که د نړۍ او بهرنیو هېوادونو پرمختللی  معارف او پرمختللی درسی سیستمونه وګورو په خپل معارف به ډېر افسوس راشی.د نړۍ په نسبت زموږ معارف په نشت حساب دی او ډېر په ابتدایی حالت کې قرار لری.که غواړئ پیاوړى هېواد ولرئ ، نو معارف پیاوړى کړئ ځکه پیاوړې ټولنې پیاوړى معارف ته ضرورت لری.

ثناءالله سلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید