روزنامه هیواد

کشفی او امنیتی ځواکونه باید ترهګر خپلو هدفونو ته له رسېدو مخکې وځپی

درسنیو له لارې دخپرو شویو رپوټونو پربنسټ دسیمې دمغرضو استخباراتی او  پوځی شبکو او دنړۍ دنورو مخربو، زبېښاکګرو، ښکېلا کګرو او نیواکګرو ځواکونو  په ګډون وحشی صفتو ترورېستی ډلو دهېواد په جوماتونو کې پرلمونځ کوونکو، دښوونې او روزنې پرمرکزونو او پرداسې نورو عامه تاسیساتو خپلو وحشیانه او بېرحمانه بریدنو ته زور ورکړی دی چې دثبوت څرګندې بېلګې یې دتېرې جمعې په ورځ دپکتیا ولایت دګردېز ښار د یو جومات پرلمونځ کوونکو، په جلال آباد ښار کې دکډوالو پرریاست، دقابله ګانو پرروزنځایونو او دپوهنې پرریاست دطالبانو او داعشیانو ځانمرګی بریدونه دی  چې  دښځو ، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون یې زیاتو بېګناه ،بېدفاع اومظلومو خلکو ته مرګ ژوبله واړوله  اوخلکو یې د زیاتو ویرونو او ماتمونو له مخې د اوښکو پرځای  خپلې وینې ژړلی دی. پوځی کارپوهان  او دسیاسی چارو شنونکی دافغانستان له کشفی او امنیتی کارکوونکو همدارنګه له ټولو هېواد پالو بشردوستو او سوله دوستو افغانانو څخه په کلکه دا غوښتنه کوی چې په خپلو کې دپوره همغږۍ ، پیوستون او زیاتې مرستې، دلوړې روحیې اوعالی احساس پالنې له مخې باید هوښار او بیدار اوسی او داسلام ، و‌طن او سولې دښمنان باید خپلو ناوړو هدفونو او شومو موخوته له رسېدلو دمخه کشف او په نښه کړی او له خپلو اسلامی ضد، انسانی ضد او ترقی ضد عملونو سره یوځای دى د تاریخ تورو کندو او ژورو ګړنګونو ته ورپورې وهی  او داسلام، وطن اوسولې دغه دښمنان دې داسې  له خاورو سره خاورې کړی چې دسولې دغه ډول نور دښمنان او همدارنګه دهغوى  ملاتړې استخباراتی   اوپوځی کړۍ هم ترې پوره پند او عبرت واخلی او په پایله کې  دافغانستان دامنیتی ځواکونو او نورو کورنیو اوبهرنیو اتباعو پرضد له وحشیانه او بېرحمانه بریدونو څخه دتل لپاره لاس واخلی او آن دې ته اړشی چې دجوزجان دداعشیانو په ځیر ځانونه دهېواد باتورو ، اتلو او سرښندونکو ځواکونو ته وسپاری.

دغو پېښو ته په کتو اړینه ده چې افغان ځواکونه په لوړ )) پوځی مورال  سره وروزل شی ، پرموډرنو او پرمخ تللو وسلو پوره سنبال او تجهیز شی اوهم له افغان ځواکونو سره دخلکو پوره همغږۍ او زیاتې مرستې ته  زمینه برابره شی او  په دې برخه کې دهغوی زړونه راخپل کړی او هم په داخل  او بهرکې دغو  هېوادوالو ته پوره مالی امکانات په واک کې ورکړل شی او داسې نورې اسانتیاوی ورته برابری شی نو بیا پردې  پوره باور دی چې افغان ځواکونه به دخپلو دغه ډول خلکو له لوری  درسېدلو باوری معلوماتو او اطلاعاتو  په مرسته له پاکستان او ایرانه د افغانستان خاورې ته له ننوتلو سره سم داسلام ، وطن او سولې  دغه ډول دښمنان تل په نښه کوی او د افغانستان پرضد به دتباهیو دسرته رسولو لپاره ترهګرو ته دسیمې داستخباراتی کړیو او دغه راز دنړۍ دنورو مغرضو ، زبېښاکګرو ، ښکېلاکګرو او نیواکګرو ځواکونو ورسپارل شوی ناوړه پلانونه او شومې نقشې دتل لپاره دهغوی پرخوب او خیال بدلوی او له خاورو سره به یې خاورې کوی  او له دې پرته     به د افغانستان امنیتی ځواکونه اونور کورنی اوبهرنی اتباع تل دترهګرو دبریدونو او دهغوی دمغرضو ملاتړو هېوادونو دناوړو موخو ښکارکېږی   لکه چې دافغانستان جمهور رییس په افغانستان کې دترهګرو د وحشیانه اوبېرحمانه بریدونو په لړ کې دګردېز په لمونځ  کوونکو دترهګرو دبریدونو دغندلو په ترڅ کې وویل چې :  د تروریستانو له لوری پر ملکی وګړو او جوماتونو بریدونه چې له اسلامی او انسانی ارزښتونو سره په ټکر کې دی ‎، یو ځل بیا یې د دوی پلیت ماهیت څرګند کړ. جمهوررییس څرګنده کړه د تروریستانو دا ډول جنایتکارانه اعمال زموږ د ولسونو ترمنځ مذهبی تفرقه نه شی ایجادولی، ځکه د افغانانو په منځ کې مذهبی وحدت او زغم د اسلامی هېوادونو په کچه بې ساری دی چې دا وحدت او د نظرونو یووالی به  تلپاتې وی.

پرتمین همت یار

ممکن است شما دوست داشته باشید