د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اقتصاد وزارت د اقتصادی تحلیلونو مرکز اندېښنه ښودلې ، چې د کورونا وبا افغانستان ته پراخ زیانونه متوجه کړی دی.دغه مرکز وایی: ۸۷ سلنه افغان کورنۍ د دغه ویروس له اقتصادی او نورو زیانونو څخه خوندی نه دی.د یاد مرکز ارزونه ښیی چې د توکو ۱۰ سلنه قیمته کېدو له کبله به د افغانستان د فقر کچه ۷ سلنه شدیده کړی ،خو که بیې ۲۰ سلنه لوړې شی ، نو دا به فقر د شدت کچه ۱۲ نیم سلنې ته ورسوی.د شمېرو له مخې، دا مهال ۷۰۰ زره افغان کورنۍ د ورځې په مزد ژوند تېروی او ۵۰۰ زره کورنۍ یې بیا داسې دی، چې په کور د سرپرست د پاتې کېدو له امله هره ورځ ډوډۍ ته اړمنې دی.اقتصاد وزارت حکومت ته وړاندیز کړی ،چې د ټیټ رتبه مامورانو له معاش څخه دې د مالیې ګرځول وځنډوی او ۱۰۰ زره کورنیو ته دې عاجلې مرستې ورسوی.د وړاندیز له مخې ، راغلی چې حکومت دې د اوړو او غنمو په وارداتو محصول اخیستل هم وځنډوی.څېړنه ښیی که د افغانستان اقتصاد ته له کورونا څخه متوجه ګواښ مدیریت نه شی ،نو افغانستان به ۳۲۴ میلیارده افغانۍ زیان ووینی.دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو ویلی ،د کورونا پر ضد مبارزې ته یې خپل ۲۵ میلیونه ډالر جلا کړی دی، همدا راز امریکا هم کابل ته ۱۵ میلیونه ډالر او نړیوال بانک بیا ۱۰۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالر مرسته افغان حکومت ته ورکوی چې پرې له کورونا سره مؤثره مبارزه وکړی.